د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده  ، د جعلي داروګانو خاتمې  څخه به  د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه  شي ،  وفاقي وزير مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد۔30ستمبر  (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئېلي دي د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده ،  د جعلي داروګانو د خاتمې  څخه به  د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده  د پاکستان ويټرنري فارماسيوټيکل ايسوسي ايشن سره  د مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه  چې پكښې په ويټرنري داروګانو د 2D بار کوډ نظام لګولو ، د داروګانو د …

 

اسلام آباد۔30ستمبر  (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئېلي دي د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده ،  د جعلي داروګانو د خاتمې  څخه به  د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده  د پاکستان ويټرنري فارماسيوټيکل ايسوسي ايشن سره  د مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه  چې پكښې په ويټرنري داروګانو د 2D بار کوډ نظام لګولو ، د داروګانو د ټريس ايبلټي او د  جعلي و غير معياري داروګانو  د مخ نيوي اقدامات جاج واغستلے شو ۔ وفاقي وزير ووئېل د ويټرنري او پولټري داروګانو محفوظ، مستند او  د تصديق وړ  رسنه باوري كولې شي ۔ په داروګانو د 2D بارکوډ  نفاذ لپاره د تېر يو نيم كال نه كار روان دے۔ ده ووئېل  د 2D بارکوډ  نظام جعلي او د غير معياري ويټرنري و پولټري داروګانو مخ نيوي له به مرستياله ثابت شي  او د دې د لارې د داروګانو سپلائي چين كښې  ټريس ايبلټي به لا  موثر جوړه كړې شي ۔مصطفيٰ کمال ووئېل  د ځناورو  لپاره كارېدونكې داروګان هم  د انساني صحت سره نيغ په نيغه تعلق  لري۔ د ون هيلتھ اصول  تر مخه  د ويټرنري داروګانو موثر ضابطه او  نګراني به باوري كول وي ۔ ده ووئېل  د معياري ويټرنري داروګانو شتون نه يوازې د ډنګرو د روغتيا بلکې د انساني صحت او  فوډ سيفټي  تحفظ  لپاره هم مهم  دے ۔

مزید خبریں