د وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د اېن اېچ اے روانو او د مجوزه منصوبو٬ په ريونيو كښې زياتوالي٬ روډ سفټي او د پرمختيائي پروګرامونو جاج  

  اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د اېن اېچ اے  په روانو او د مجوزه منصوبو٬ په ريونيو كښې زياتوالي٬ روډ سفټي او د پرمختيائي پروګرامونو جاج واغستلے شو او په دې موقع د بېلو منصوبو په پېشرفت او  په مالي معاملات تفصيلي غور …

 

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د اېن اېچ اے  په روانو او د مجوزه منصوبو٬ په ريونيو كښې زياتوالي٬ روډ سفټي او د پرمختيائي پروګرامونو جاج واغستلے شو او په دې موقع د بېلو منصوبو په پېشرفت او  په مالي معاملات تفصيلي غور وشو۔ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان غونډه كښې د خبرو په مهال ووئيل  اېن اېچ اے دوه كاله وړاندې په ريونيو كښې د زياتوالي ټاكلے  هدف په كاميابۍ سره سر كړے دے او اوس د كوم ځائے څخه چې ريونيو راځي هتله به نوې سړكونه پخپله اېن اېچ اے جوړوي۔ ده ووئيل  په راتلونكو څو مياشتو كښې بشپړېدونكو مهمو منصوبو كښې لودھراں، ملتان اېکسپرېس وے،  د پنډي بھټياں، فېصل آباد موټروے پراختيا او د پېښور نادرن بائي پاس منصوبې شاملې دي د كومو پرانسته چې به وزيراعظم كوي۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته د موټروے اېم-6 لپاره فنډز وركول، پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروګرام كښې روانو منصوبو او په څلورو واړو صوبو كښې د اېن اېچ اے په روانو منصوبو بريفنګ وركولو كښې ووئيل  ادارې سره د قامي سترو لارو 3.13 فيصد نيټ ورك دے او په دې كښې 80 فيصد نه زيات ټرافېك روان دے۔ غونډې ته ووئيل شول  د ادارې لخوا وزيراعظم ته د تېرو دوه نيمو كالو په كاركردګۍ به پريزنټيشن وركولې شي۔ په غونډه كښې د مواصلات وفاقي سيکرټري او د اېن اېچ اے چيئرمېن په بېلو منصوبو بريفنګ هم وركړو۔ په غونډه كښې د بلوچستان د 108 اربه روپو منصوبو لپاره وفاقي حكومت سره د رجوع كولو پرېكړه وشوه

مزید خبریں