اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو د راوړلو ترتيبات كښی د شوي پېشرفت جاج اغستو غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم فوډ ایئر 2026-27 لپاره د غنمو د راوړلو ترتيبات سره د اړوند سټېئرنګ كمېټۍ 7 مې غونډې مشري وكړه۔ كمېټۍ د غنمنو د راوړلو په ترتيبات كښې …
د نائب وزیراعظم په مشرۍ کښې غونډه٬ د غنمو د راوړلو ترتیبات كښې د شوي پېشرفت جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو د راوړلو ترتيبات كښی د شوي پېشرفت جاج اغستو غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم فوډ ایئر 2026-27 لپاره د غنمو د راوړلو ترتيبات سره د اړوند سټېئرنګ كمېټۍ 7 مې غونډې مشري وكړه۔ كمېټۍ د غنمنو د راوړلو په ترتيبات كښې د شوي پېشرفت جاج واغست او ټرېډنګ كارپورېش آف پاكستان (ټي سي پي) ته يۍ لارښوونه وكړه چې د سندھ پاتې یو لک او 85 زره مېټرک ټنه اړتیا د خريدارۍ لپاره تر ټولو ټیټې بولۍ د قبلولو بهیر مخ په وړاندې بوځي۔ مرستيال وزيراعظم د پنجاب، سندھ او خېبرپښتونخوا حكومتونو ته هم هدايت وكړو چې د مطلوبه ادائيګو په وخت انتظام وكړي او ټي سي پي سره درې اړخيزه لوظنامه زر تر زره ترسره كړي دغسې چې د غنمو د راوړلو عمل په وخت بشپړ كړے شي۔ په غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او څېړنې وفاقي وزير، د سندھ د خوراك وزير٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، خارجه سېكرټري، اېم ډي پاسكو ، اړوند صوبائي سېكرټريز او د قومي غذائي تحفظ او څېړنې او ټي سي پي مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔











