اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د پلاسټك آلودګي يوازې د ښځلې مسئله ګڼل سمه نه ده٬ ګرده نړۍ كښې د 9 اربه ټنه نه زيات پلاسټك جوړېږي، د پلاسټك آلودګي كومه بله مسئله ګڼلو په ځائے دا به شريكې ذمه واري په توګه تسليمول وي۔ د آئي سي اي پي پي ايكسچينج آن پلاسټك پلوشن لپاره پارلماني …
د پلاسټك آلودګي يوازې د ښځلې مسئله ګڼل سمه نه ده، دا به د شرېكې ذمه وارۍ په توګه تسليمول وي۔ سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د پلاسټك آلودګي يوازې د ښځلې مسئله ګڼل سمه نه ده٬ ګرده نړۍ كښې د 9 اربه ټنه نه زيات پلاسټك جوړېږي، د پلاسټك آلودګي كومه بله مسئله ګڼلو په ځائے دا به شريكې ذمه واري په توګه تسليمول وي۔ د آئي سي اي پي پي ايكسچينج آن پلاسټك پلوشن لپاره پارلماني فورم ته د زوم د لارې خپلې وېنا كښې سينيټر شيري رحمان ووئيل د پلاسټك آلودګي يوازې د ښځلې مسئله ګڼل سمه نه ده، د پلاسټك پيداوار، استعمال او تلفي ټول عمل به مشاهده كول وي، ګرده نړۍ كښې د پلاسټك يوازې 9 فيصده ښځله ري سائيكل كېږي٬ شيري رحمان ووئيل يوازې ري سائيكلنګ د پلاسټك آلودګۍ حل نه دے، پېداوار او استعمال ېې پرله پسې زياتېږي،د پلاسټك پيداوار د نړيوال ګرين هاؤس ګيسونو په اخراج كښې نزدې 3.4 فيصده برخه لري۔ دې ووئيل په پاكستان كښې د سنګل يوز پلاسټك په قوانين د عملدرآمد لويه خلا موجود ده، دې لپاره په قانون سازۍ موثر عملدرآمد او په كمه بيعه متبادل وركول هم ضروري دي











