ملګري ملتونه ۔30ستمبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو له عمومي سېكرټري انتونیو ګوترېس سره د مخه ښې ملاقات وكړ۔ عمومي سېكرټري د نړيوالې ادارې او د دې د امن او پرمختګ ايجڼدې لپاره د پاكستان د قائدانه كردار او بشپړ ملاتړ ستاينه وكړه۔ هغه د پاکستان د منځګړیتوب هڅو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اوسني غړي …
په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي له عمومي سېکرټري سره د مخه ښې ملاقات وکړ
ملګري ملتونه ۔30ستمبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو له عمومي سېكرټري انتونیو ګوترېس سره د مخه ښې ملاقات وكړ۔ عمومي سېكرټري د نړيوالې ادارې او د دې د امن او پرمختګ ايجڼدې لپاره د پاكستان د قائدانه كردار او بشپړ ملاتړ ستاينه وكړه۔ هغه د پاکستان د منځګړیتوب هڅو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اوسني غړي په توګه د پاكستان كردار هم وستايلو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستاني مشن لخوا د جاري پرېس ريليز له مخې انتونيو ګوترېش سفير عاصم افتحاد احمد ته د پاكستان د نوي خارجه سېكرټري په توګه په ټاكل كېدو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سفير عاصم افتخار احمد د خپل سفارتي دور په مهال د عمومي سېكرټري او د هغه د ټیم لخوا په ورکړل شوي ملاتړ مننه څرګنده کړه او د څو اړخیزه نظام ٬ د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال قانون لپاره یې د هغه د مشرتابه او اصولي ملاتړ ستاینه وکړه۔ عاصم افتخار احمد اپرېل 2025 څخه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د چيف ډیلیګېټ په توګه خذمات ترسره كړل۔ هغه په سلامتي كونسل كښې د پاكستان د غړيتوب په مهال د هېواد نمائندګي هم وكړه او په جولائي 2025 كښې يۍ د سلامتي كونسل د صدر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ دې څخه وړاندې هغه كال 2022 څخه تر 2024 فرانس او كال 2017 څخه تر 2021 تھائی لېنډ كښې د پاكستان سفير او د خارجه وزارت وياند پاتې شوې دې۔












