اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 81 مه غونډه کښې له ګډون وروسته وطن ته راورسېد۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خپور شوي بيان له مخې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ او د کورنیو چارو وزير مملكت طلال چوهدري په هوايي ډګر د وزیراعظم هرکلې وکړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي …
وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 81 مه غونډه کښې له ګډون وروسته وطن ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 81 مه غونډه کښې له ګډون وروسته وطن ته راورسېد۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خپور شوي بيان له مخې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ او د کورنیو چارو وزير مملكت طلال چوهدري په هوايي ډګر د وزیراعظم هرکلې وکړو۔ وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په81 مه غونډه کښې د پاکستان استازیتوب وکړو۔ وزیراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپل خطاب كښی د پاکستان دریځ په اغیزمنه توګه وړاندې کړو.وزیراعظم له نړیوالو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره مهمې دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې وکړې۔ وزیراعظم په نړیواله کچه د سولې، امنیت، پرمختګ او د متقابلو همکاریو د پراختیا لپاره د پاکستان دریځ په ډاګه كړو۔ وزیراعظم له نړیوالو مالي ادارو او كاروباري شخصيتونو سره په لیدنو کښې په پاکستان کښی د پانګونې او اقتصادي همکاریو په پراختیا خبرې وکړې۔(










