الېكشن كمېشن  د بلدياتي ټاكنو كولو لپاره  د خېبر پښتونخوا حكومت ته د دريو اوونيو مهلت وركړو ٬   اورېدنه تر  20 اكتوبر وځڼډولې شوه

  اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  الېكشن كمېشن  د بلدياتي ټاكنو كولو كېس كښې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر دريو اوونيو  مهلت  وركولو سره كېس تر 20 اكتوبر وځنډولو۔ د نهې په ورځ  خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو  په اړه د كېس سماعت الېكشن كمېشن كښې وشو۔ د سنده ممبر نثار دراني په مشرۍ كښې  څلور كسيز كمېشن  د كېس اورېدنه وكړه  جې پكښې چيف سېكرټري …

 

اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  الېكشن كمېشن  د بلدياتي ټاكنو كولو كېس كښې د خېبر پښتونخوا حكومت ته تر دريو اوونيو  مهلت  وركولو سره كېس تر 20 اكتوبر وځنډولو۔ د نهې په ورځ  خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو  په اړه د كېس سماعت الېكشن كمېشن كښې وشو۔ د سنده ممبر نثار دراني په مشرۍ كښې  څلور كسيز كمېشن  د كېس اورېدنه وكړه  جې پكښې چيف سېكرټري او د بلديات سېكرټري  كمېشن كښې وراندې شول ۔ د الېكشن كمېشن سپېشل سېكرټري ووئېل د قانون سازۍ په اړه لا كوم پېشرفت نه دے شوے  ٬ ښكاري خو داسې چې صوبائي حكومت بلدياتي ټاكنې  كول نه غواړي۔هغه ووئېل كه صوبائي حكومت اوغواړي نو په دوو ورځو كښې د الېكشن كمېشن سره په ګده  ټول كار مكمل كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا ممبر ووئېل  د اوسني قانون تر مخه ولې  حلقه بندۍ ونه كړې شوې  ٬  سېكرټري بلديات ووئېل   قائمه كمېټي په تراميم كار كوي  او سفارشات به كابينه ته لېږلې شي۔چيف سېكرټري ووئېل د 30 نه تر 40 زره ودانۍ تهرېش هولډ وركړے شوے ٬  د حلقه بنديو نه پس به   د يونين كونسلز شمېره واضحه شي  ۔ د پنجاب ممبر  په يوه اوونۍ كښې  د واضحه موقف راوړلو امر  سره پوښتنه وكره قانون سازي به تر كله مكمل شي ۔ دغسې الېكشن كمېشن صوبائي حكومت ته د دريو اوونيو مهلت وركړو او د كېس سماعت يې تر 20 اكتوبر وځڼډولو

مزید خبریں