لندن 29 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ په لندن كښې د سټينډرډ چارټرډ بينك چيف ايګزيکټو آفيسر بل ونټرز سره وليدل ۔ د خزانې وزير پاكستان لپاره د سټينډرډ چارټرډ بېنك د پرله پسې معاونت او د مختلف مالياتي و کيپيټل مارکيټ وركړه راكړه كښې د بېنك د مرستې ستائنه وكړه۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له …
د خزانې وزير محمد اورنګزيب د سټينډرډ چارټرډ بينك چيف ايګزيکټو آفيسر سره وليدل

مزید خبریں
لندن 29 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د نهې په ورځ په لندن كښې د سټينډرډ چارټرډ بينك چيف ايګزيکټو آفيسر بل ونټرز سره وليدل ۔ د خزانې وزير پاكستان لپاره د سټينډرډ چارټرډ بېنك د پرله پسې معاونت او د مختلف مالياتي و کيپيټل مارکيټ وركړه راكړه كښې د بېنك د مرستې ستائنه وكړه۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په پاکستان كښې په روانو ډھانچه جاتي اصلاحات او په اوسني معاشي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ د ملاقات په مهال د پاكستان حکومت او د سټينډرډ چارټرډ بېنك ترمېنځه په سباون كښې د مرستې په بېلو څانګو هم خبرې وشوې چې پكښې ټوکنائزيشن، نړيوال سکوك او نورې مالياتي موقعې شاملې دي۔ نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي او د خزانې وزير سلاحكار عمر خان هم په دې موقع موجود وٶ۔










