د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د پاكستان د خارجه پاليسۍ منظر نامه او د روانو سفارتي روابطو جاج

  اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې په خارجه وزارت كښې غونډه وشوه چې پكښې د پاكستان د خارجه پاليسۍ منظر نامه او د جاري سفارتي روابطو جاج واغستلے شو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ په غونډه كښې د منطقې په بدلېدونكې وضعه او د راروانو سفارتي …

 

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې په خارجه وزارت كښې غونډه وشوه چې پكښې د پاكستان د خارجه پاليسۍ منظر نامه او د جاري سفارتي روابطو جاج واغستلے شو۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخئ په غونډه كښې د منطقې په بدلېدونكې وضعه او د راروانو سفارتي روابطو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم د راروانې تګلارې په اړه لارښودنه وكړه او په نزدې رابطه كارۍ او په وخت د اقدامات په ضرورت ئې زور رواړو۔ په غونډه كښې لنډ مهاله خارجه سيکرټري سفير خليل هاشمي او د وزارت سينئر چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں