كراچۍ 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزارت په كراچۍ كښې د هېواد ګرينډ خدمت مركز جوړولو پرېكړه كړې ده٬ د دې خبرې اعلان داخله وزير محسن نقوي په آئي آئي چندريګر روډ د داخله وزارت دفتر دورې په مهال كړې٬ ده د منصوبې په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل دې ګرېنډ مركز كښې به د داخله وزارت ماتحت ادارو كاٶنټرز جوړولې شي او د مركز …
كراچۍ كښې د هېواد ګرينډ خدمت مركز جوړولو پرېكړه٬ د كورنيو چارو وزير په لسو ورځو كښې د ماسټر پلان وراندې كولو امر

مزید خبریں
كراچۍ 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزارت په كراچۍ كښې د هېواد ګرينډ خدمت مركز جوړولو پرېكړه كړې ده٬ د دې خبرې اعلان داخله وزير محسن نقوي په آئي آئي چندريګر روډ د داخله وزارت دفتر دورې په مهال كړې٬ ده د منصوبې په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل دې ګرېنډ مركز كښې به د داخله وزارت ماتحت ادارو كاٶنټرز جوړولې شي او د مركز جوړولو سره به وګړو ته د يو چهت لاندې د پاسپورټ، شناختي كارډز (نادرا)، وسلې لائسنس، بېلا بېل اېن او سيز او نور اړوند سهولتونه په آسانۍ سره ترلاسه شي۔ محسن نقوي اړوند چارواكو ته امر كولو سره په لسو ورځ كښې د خدمت مركز جامع پلان وغوښتلو ۔ ده تاكيد وكړو چې ماسټر پلان دې ټول جديد او ضروري تقاضو له مخئ جوړ كړے شي دغسې چې وګړو ته د هر ډول خنډ نه غېر خدمات ترلاسه شي٬ په دې موقع وفاقي وزير منصوبه زر تر زره عملي كولو لپاره د ټولو ضروري اقدامات بشپړولو احكامات هم جاري كړل۔









