وفاقي وزير اونګزيب خان كهچي سره  د ميانمار سفير وونا هان ملاقات٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري مرستې زياتولو٬ د بدھ مت زائرين مذهبي سفر او  د اولسي روابطو په اهميت اتفاق

  اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي  پاكستان  د خپلې عظيمې بدھ مت او ګندهارا ورثې تحفظ او ودې سره سره د ټولې نړۍ څخه راتلوونكو بدھ زائرين او سيلګرو ته آسانۍ وركولو لپاره عملي اقدامات كوي۔ده دا خبره د ميانمار سفير وونا هان سره د نهې په ورځ په خپل دفتر كښې د ملاقات په مهال په خبرو …

 

اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي  پاكستان  د خپلې عظيمې بدھ مت او ګندهارا ورثې تحفظ او ودې سره سره د ټولې نړۍ څخه راتلوونكو بدھ زائرين او سيلګرو ته آسانۍ وركولو لپاره عملي اقدامات كوي۔ده دا خبره د ميانمار سفير وونا هان سره د نهې په ورځ په خپل دفتر كښې د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل په مري روډ د يو داسې مناسب سهولت جوړولو منصوبه روانه ده چرته چې به بدھ مت سره تړلې د مقدس څيزونو په احترام سره محفوظ او نندارې لپاره وړاندې كولې شي۔ده ووئيل  مجوزه سهولت به بدھ زائرين او نورو مېلمنو ته د مقدس آثار په وړاندې  د عقيدت او احترام څرګندونې لپاره موزو ځائے وركوي۔اورنګزيب خان كهچي ووئيل وزارت پیښور ميوزيم كښې خوندي مهم  د بدھ مت مقدس څيزونه قامي ميوزيم  ته د منتقل كولو امكان هم جاج اخلي دغسې چې دا  په يوه مناسبه قامي اداره كښې نندارتون لپاره وړاندې كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان ګندهارا تهذيب او خپل بدھ مت ورثه نړيوالې ورورولۍ ته د وړاندې كولو عزم لري۔ده ووئيل  د شاه الله دته غارونه به راتلونكې مياشت بدھ مت زائرين لپاره پرانستلې شي او پاكستان په بيلو بدھ اكثريتي هېوادونو كښې د ګندهارا نندارتونونو منصوبه هم لري دغسې چې دا عظيم تذهيب او د دې تاريخي اهميت په اړه خبرتيا ته وده وركړې شي۔وفاقي وزير اسلام آباد كښې د مېلمستيا په څانګه كښې بنيادي ډهانچه كښې د ښه والي هم ذكر وكړو كومه كښې چې  د نوې اعلٰی معيار هوټلو جوړول شامل دې۔پاكستان كښې د ميانمار سفير وونا هان ووئيل  د پاكستان او ميانمار ترمينځه د ډېرې مودې نه د ملګرتيا اړيكې قائمې دي۔هغه د آخري مغل بادشاه بهادر شاه ظفر سره د ميانمار تاريخي تعلق ذكر كولو سره ووئيل هغه د خپل ژوند آخري ورځې رنګون په موجوده ينګون كښې تيرې كړي  او هلته كښې ښخ دے۔هغه ووئيل يانګون كښې د هغه مزار يو مهم تاريخي ځائے دے او د سوئېلي آسيا څخه راتلونكي لارښود په روايتي توګه هلته حاضري كوي چې پكښې پخوانے صدر پروېز مشرف هم شامل دے۔په دې موقع د ګندهارا لپاره د وزيراعظم كوآرډينيټر عمران شوكت ووئيل د بدھ بهكشوؤ يو خاص پلاوي په نومبر كښې د پاكستان دوره متوقع ده۔ده ووئيل  پاكستان د بدھ مت ګڼو هېوادونو سره اړيكو قوي كولو او د ګندهارا ورثه په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره سنجيده او عملي اقدامات كوي۔دواړو خوا  د پاكستان او ميانمار ترمينځه كلتور مرستې زياتولو٬ د بدھ مت زائرين مذهبي سفر او د اولسي روابط  ودې ته په اهميت اتفاق وكړو۔

 

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں