پاكستان سيمه ايزې  سلامتيا او د امن ودې لپاره عزم لري۔وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك

  اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د سيمه ايز او نړيوال امن ودې لپاره د پاكستان  د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي په بدلو شوو جغرافيائي سياسي حالات كښې پاكستان نړيوال استحكام لپاره  خپل كردار به روان ساتي ۔ د جمهوريه چيك قامي ورځې په موقع دستورې ته وفاقي وزير ووئيل  پاكستان په منطقه كښې د امن ودې …

 

اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د سيمه ايز او نړيوال امن ودې لپاره د پاكستان  د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي په بدلو شوو جغرافيائي سياسي حالات كښې پاكستان نړيوال استحكام لپاره  خپل كردار به روان ساتي ۔ د جمهوريه چيك قامي ورځې په موقع دستورې ته وفاقي وزير ووئيل  پاكستان په منطقه كښې د امن ودې لپاره پرله پسې هڅې كړي او په ټوله نړۍ كښې استحكام لپاره د كردار ادا كولو په عزم قائم دے۔ده په كال 2021 كښې د پاكستان او جمهوريه چيك ترمينځه دفاعي صنعت او  د لاجسټكس مرستې لوظ نامې حواله وركولو سره ووئېل پاكستان موجوده فريم ورك كارولو سره نړيوال استحكام كښې به د خپل كردار ادا كولو او  د ځوان نسل لپاره امن او اميد ته  د ودې وركولو هڅه كوي۔ده ووئيل  نړۍ د نيټ سكيورټي پرووائيډر خبره كوي او پاكستان پخپله د نيټ پيس پرووائيډر جوړولو عزم لري ۔مصدق ملك ووئيل د پاكستان وزيراعظم او فيلډ مارشل د امن ودې لپاره عزم لري او د هېواد سيمه ايز او نړيوال استحكام كښې د خپل كردار ادا كولو لپاره هڅې به روانې ساتي۔د پاكستان او جمهوريه چيك پخوانۍ اړيكې رامخې ته كولو سره ده ووئيل  د دواړو هېوادونو روابط د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې دي او په دې كښې تجارتي٬تكنيكي٬تعليمي او دفاعي څانګو كښې مرسته شامله ده۔مصدق ملك تعليمي مرسته هم رامخې ته كولو سره ووئيل  ګڼ شمېر پاكستاني زده كوونكي چيك پوهنتونونو كښې زده كړې ترسره كوي چرته چې هغوي ته جديد ټېكنالوجيز٬كاروباري ماډلز او  د نړيوال طريقه كار خبرتيا ترلاسه كولو موقعې ترلاسه كيږي۔وفاقي وزير په دستوره كښې په ګډون د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره د جمهوريه چيك كلتوري ورثې او د پراګ تاريخي ښكلا وستائېله ۔ده د پاكستان او جمهوريه چيك اړيكې لا قوي كولو او په داسې څانګو كښې  د مرستې پراختيا  د خوښې پخلے وكړو كوم چې امن٬استحكام او د خوشحالۍ په وده كښې مرستياله ثابت شي۔

مزید خبریں