كوئټه 29 ستمبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي پاكستان ريلوے د يوې صوبې يا سيمې نه بلكې د ټول پاكستان اولس اداره ده٬ټولو صوبو له تر ريلوے سهوليات يو برابر رسنه وركولې شي۔ د جناح پيپلز ټرين سروس پیل د بلوچستان او وفاق ترمينځه ښه سفري رابطې پلو يو مهم ګام دے٬د دې پروژې درناوے د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د هغه …
ټولو صوبو له تر ريلوے وسائلو يو برابر رسنه وركول ته وړومبې پام لرنه كوو ۔ د محمد حنيف عباسي د نيوي جناح پيپلز ټرين سروس پرانستې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
كوئټه 29 ستمبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي پاكستان ريلوے د يوې صوبې يا سيمې نه بلكې د ټول پاكستان اولس اداره ده٬ټولو صوبو له تر ريلوے سهوليات يو برابر رسنه وركولې شي۔ د جناح پيپلز ټرين سروس پیل د بلوچستان او وفاق ترمينځه ښه سفري رابطې پلو يو مهم ګام دے٬د دې پروژې درناوے د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د هغه كابينه لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوئټه په ريلوے سټيشن د 32 كلوميټر فاصلې نوې جناح پيپلز ټرين روس پرانستې په موقع دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د قامي اسمبلۍ او پاكستان مسلم ليګ(ن)بلوجستان جنرل سېكرټري جمال شاه كاكړ٬د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني٬د روغتيا وزير بخت محمد كاكړ٬د تعميرات صوبائي وزير مير سليم احمد كهوسه٬د منصوبه بندۍ صوبائي وزير مير ظهير بليدي٬د تعليم وزيره راحيله حميد دراني٬ د بلوچستان پوليس آئي جي محمد طاهر او نور چارواكي او سياسي لارښود موجود وو۔محمد حنيف عباسي ووئيل په دستوره كښې د هيلو نه زياتو خلقو ګډون او د دوي جذبه خوشبينه ده۔لوي څښتن د دوي له همت او طاقت وركړې۔ده ووئيل په دې پروژه كښې د ريلوے چيئرمېن بشپړه مرسته كړی او د اولس په موجودګۍ كښې د دې پروژې كريډيټ د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د هغه كابينه لري۔وفاقي وزير ووئيل د تېرو 78 كلونو په مهال د ريلوے وزارت او صوبو ترمينځه د رابطو فقدان ؤ خو اوس صوبو له تر ريلوے آسانۍ رسنې لپاره اقدامات كولې شي۔ده ووئيل ريلوے پاكستان د كوم يو كس يا صوبې نه بلكې د ټولو پاكستانيانو ده۔ده ووئيل په دې لړ كښې ده د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز شريف سره هم ملاقات كړے چې پكښې وزيراعظم واضحه كړې چې تر ريلوے آسانيو به د ټولو صوبو رسنه باوري كولې شي۔ده ووئيل په دې معامله كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او بلوچستان تر ټولو وړاندې خپلې كردار ادا كړے٬په كوم چې مونږ ډېر خوشحاله يو۔ وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل په دې پروژه خوشحاله زما پشمول ټول پاكستانيان لري ۔د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے چې مين لائن ون(ايم ايل ون)پروژې ته عملې شكل وركړے شي۔وزيراعظم د ايم ايل ون له مخې د 2 نيم اربه روپو پروژې پرانستې هم وئېلي دي د كوم پېل به چې د سندھ څخه كيږي۔ده ووئيل پاكستان يو ښكلې ګلدسته ده د كومې خوشبو چې هر ځائے خپريږي۔










