مارچ  به په 4 اکتوبر هم نه كېږي ، وزیراعلیٰ كه خپل ځان بے اختیاره ګڼي نو استعفیٰ دې وركړي ، د خیبر پښتونخوا ګورنر

  پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا  ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ حالات سڼګين دي  ، په داسې حالات كښې  د سیاسي مارچ کوم  ګنجائش نشته  ، په 4 اکتوبر به هم مارچ نه كېږي  ۔ د چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري دستورې نه پس   میډیا  ته د 4 اکتوبر مجوزہ مارچ  په اړه ده ووئېل  په دې خلقو كښې د …

 

پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا  ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ حالات سڼګين دي  ، په داسې حالات كښې  د سیاسي مارچ کوم  ګنجائش نشته  ، په 4 اکتوبر به هم مارچ نه كېږي  ۔ د چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري دستورې نه پس   میډیا  ته د 4 اکتوبر مجوزہ مارچ  په اړه ده ووئېل  په دې خلقو كښې د مارچ همت نشته ، مارچ به په  4 اکتوبر هم نه كېږي ۔ ګورنر ووئېل خیبر پښتونخوا دا  وخت د ترهه ګرۍ  سره مخ ده ٬  د دې ځائے خلق  مړي پورته كوي ۔ ده د دي آئي خان په خفګاني پیښه د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه   ۔ د ترهه ګر٬ۍ په اړه ګورنر په افغانستان تور لګولو سره ووئېل  ترهه ګر د افغانستان نه راځي ،  په داسې صورتحال كښې  د افغانستان سره بارډر  څنګه پرانستلے كېدے شي۔ګورنر ووئېل  په اسمبلۍ كښې د  ډرون  بريدونو خلاف قراردادونه خو وړاندې كولې شي ، خو ده پوښتنه وكړه  آيا کله د ځوانانو د شهادتونو خلاف  هم قرارداد وړاندې كړے شوے دے ؟ د ګورنر راج  په اړه ده ووئېل  آئین كښې د  ګورنر راج شق موجود دے ۔ د وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا په اړه ګورنر ووئېل كه وزیراعلیٰ ځان دومره  کمزورے ګڼي نو استعفیٰ  ورله وركول پكار ده  ۔ده ووئېل د صوبې ستونزو حل او د مسائلو مخ نيوي له په ګډه كار  كول غواړي۔

مزید خبریں