قوفو٬ چين ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان او چين دوستي په باور ٬ شريك احترام ٬ مرسته او د امن و پرمختګ په شريك عزم اډاڼه ده۔ د كنفيوشس تعليمات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه غېر معمولي اهميت لري ۔ ده دا خبره چائنا انټر …
پاك چين دوستي په شريك احترام ٬ باور او د امن و باور په شريك عزم اډاڼه ده٬ د كنفيوشس تعليمات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ او هم غږۍ په اړه غېر معمولي اهميت لري ٬ د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
قوفو٬ چين ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان او چين دوستي په باور ٬ شريك احترام ٬ مرسته او د امن و پرمختګ په شريك عزم اډاڼه ده۔ د كنفيوشس تعليمات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه غېر معمولي اهميت لري ۔ ده دا خبره چائنا انټر نېشنل كنيفوشس كلچر فيسټول په مهال خپل پېغام كښې وكړه ۔ دا فېسټول د چين تاريخي ښار قوفو كښې كېږي ٬ كوم چې د عظيم مفكر او فلسفي كنفيوشس پلرنے كلے دے۔ خپل پېغام كښې چيئرمېن فېسټول كښې ګدون كوونكو ٬ دانشورانو او د قدرمندو مبلمنو ته مباركي وركولو سره ووئېل د كنفيوشس تعلميات نن هم د علم و تعليم ٬ دوستۍ ٬ هم غږۍ او د شريك احترام په اړه غېر معمولي اهميت لري ۔ د پاكستان او چين د اړيكو ذكر كولو سره ده ووئېل په كال 2026 كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د سفارتي اړبكو جورېدو 75 كاله بشپرېږي ۔ ده ووئېل د دواړو هېوادونو زوال نه لرونكې ورورولي د وخت تېرېدو سره لا مضبوطېږي او په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ چيئرمېن ووئېل تعليم ٬ كلتوري تبادلې او اولسي روابط د پاكستان او چين اولسونه يو بل ته لا نزدې كولو كښې مهم كردار ادا كوي ۔ د پاكستان په پوهنتونونو كښې كنفيوشس انسټي ټيوټ د خدمات ستائنې كولو سره ده ووئېل دا ادارې د چين ژبه او د كلتور وده او د دواړو هېوادونو تر مينځه پوهه او مشاورت زياتولو كښبې په زړه پورې كردار ادا كوي۔ ده ځوانانو ته د يو بل څخه د زده كړې كولو د نورو موقعو وركولو په ضوروت هم زور راوړو۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن د فقېسټول كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره د پاكستان او چين زړې او د مثالي دوستۍ لپاره د عزم پخلے وكړو۔










