اسلام آباد۔29ستمبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) د وګړو اسانۍ لپاره خپل موبائل ايپلي کيشن "پاك آئي ډي" دائره كار پراخه كولو سره پاسپورټ او تر سائبر کرائم سروسز په اړه خدمات شامل كړي دي، د وزيراعظم د رسمي اعلان نه وروستو به سهولتونه فعاله كولې شي۔ د نادرا وياند له مخئ په پاك آئي ډي موبائل ايپلي کيشن كښې د پاسپورټ سروس آپشن …
د پاك آئي ډي موبائل ايپ دائره پراخه كړې شوه ٬ پاسپورټ او د سائبر کرائم سروسز شامل، د وزيراعظم د رسمي اعلان نه وروستو به سهولتونه فعاله كولې شي۔ د نادرا وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔29ستمبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) د وګړو اسانۍ لپاره خپل موبائل ايپلي کيشن “پاك آئي ډي” دائره كار پراخه كولو سره پاسپورټ او تر سائبر کرائم سروسز په اړه خدمات شامل كړي دي، د وزيراعظم د رسمي اعلان نه وروستو به سهولتونه فعاله كولې شي۔ د نادرا وياند له مخئ په پاك آئي ډي موبائل ايپلي کيشن كښې د پاسپورټ سروس آپشن شامل كړے شوي دي او د وزيراعظم د رسمي اعلان نه وروستو به سهولتونه فعاله كولې شي او د دې نه وروستو به وګړي د پاك آئي ډي اېپ د لارې پاسپورټ لپاره په آسانۍ سره درخواست جمع كولې شي۔ وياند ووئيل ېه په اېپ كښې وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) او د نيشنل سائبر کرائم ايجنسي سروسز هم شامل كړے شوي دي٬ وګړي به اوس د سائبر کرائم، مالياتي فراډ او نورو جرائمو په اړه شكايتونه او درخواستونه هم نېغ په نېغه د پاك آئي ډي موبائل اېپ د لارې درج كولې شي۔ وياند ووئيل د پاك آئي ډي اېپ خدمات دائره کار په كورنۍ او بهرنۍ كچه پرله پسې پراخه كولې شي چې له مخې به ئې د پاكستان ويزه ترلاسه كولو خواهشمند غېر ملکي او د سمندر رپورې كسان هم د دې پلېټ فارم د لارې ويزه لپاره درخواستونه وركولې شي











