اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خېبرپښتونخوا او په بلوچستان كښې په استخباراتي بنياد کامياب آپريشنز سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د سکيورټي فورسز مېړنو ځوانانو په وخت او موثره كارروائۍ د فتنه الخوارجو ناوړه عزائم خاورې كړل۔ ده د ضلع خېبر په باړه سيمه كښې …
وفاقي وزير محسن نقوي خېبرپښتونخوا او په بلوچستان كښې په کامياب آپريشنز سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خېبرپښتونخوا او په بلوچستان كښې په استخباراتي بنياد کامياب آپريشنز سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي ووئيل د سکيورټي فورسز مېړنو ځوانانو په وخت او موثره كارروائۍ د فتنه الخوارجو ناوړه عزائم خاورې كړل۔ ده د ضلع خېبر په باړه سيمه كښې د پنځو ترهګرو او د بلوچستان د ضلع چاغي په نوكچه سيمه كښې د دوو خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړٶ چې د اولس په مرسته به هېواد څخه د خوارجو ترهګرو د لعنت د بشپړه خاتمې نه وروستو په قلاره كېښنو










