د پاكستان پيپلز پارټۍ سندھ جنرل سېكرټري سينيټر وقار مهدي د وفاق او صوبو ترمينځه د مالياتي وسائل د وېش او منتقلۍ په نظام كښې په اصلاحات كولو زور

  منيلا 29 ستمبر(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ د سندھ جنرل سېكرټري سينيټر وقار مهدي د موسمياتي بدلون٬ماحولياتي انحاط٬د اوبو عدم تحفظ او قدرتي آفتونو په نتيجه كښې  د زيات شوي مالياتي و انتظامي فشار مخ نيوي لپاره دوفاق او صوبو ترمينځه د مالياتي وسائلو وېش  او منتقلۍ په نظام كښې د اصلاحات په ضرورت زور راوړے دے ۔د فلپائن پايه تخت منيلا كښې د فور آف فيډريشن له …

 

منيلا 29 ستمبر(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ د سندھ جنرل سېكرټري سينيټر وقار مهدي د موسمياتي بدلون٬ماحولياتي انحاط٬د اوبو عدم تحفظ او قدرتي آفتونو په نتيجه كښې  د زيات شوي مالياتي و انتظامي فشار مخ نيوي لپاره دوفاق او صوبو ترمينځه د مالياتي وسائلو وېش  او منتقلۍ په نظام كښې د اصلاحات په ضرورت زور راوړے دے ۔د فلپائن پايه تخت منيلا كښې د فور آف فيډريشن له مخې”د رامخې ته شوو مسئلو٬خپلواكۍ او موثر نتيجو ترلاسه كولو”په موضوع راجوړې غونډې ته خطاب كولو په مهال سينيټر وقار مهدي ووئيل د موسمياتي خطرو سره مخ سيمو لپاره داسې مالياتي انتظامات ضروري دي كوم چې د موسمياتي اثرات٬ماحولياتي ذمه وارو او مالياتي استعداد كښې موجود فرق تر نظره اوساتي۔ده ووئيل  پاكستان  په نړيوالو ګرين هاؤس ګازونو اخراج كښې د يو فيصد نه هم لږه برخه لري٬د دې باوجود موسمياتي بدلون سخت اثرات سره مخ هېوادونو كښې شامل دے ۔پاكستان كښې تباه كونكې سيلاب ٬د سختې ګرمۍ چپو او خشك كالي تجربې د دې امر تقاضا لري چې په نړيواله كچه تر موسمياتي فنانس زيات٬په وخت او موثر رسنه باوري كړی شي۔سينيټر وقار مهدي ووئيل د موسمياتي انصاف تقاضا ده چې موسمياتي موافقت٬ماحولياتي لچك٬جديد ټېكنالوجي او اداره جاتي استعداد زياتولو لپاره موثر معاونت وركړے شي۔

مزید خبریں