اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د ګرد هېواد په ټاكلو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي خاص كمپائن پائې ته رسېدلے٬ د نېشنل اي او سي له مخې د كمپائن په مهال د 2 كروړه 82 لكه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركرې شوي٬ د نېشنل اي او سي له مخې د كمپائن په مهال 2 لکه 73 زره نه زيات مېنز …
ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي خاص كمپائن پائې ته ورسېد ٬ د دوه كروړه 82 زره نه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د ګرد هېواد په ټاكلو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي خاص كمپائن پائې ته رسېدلے٬ د نېشنل اي او سي له مخې د كمپائن په مهال د 2 كروړه 82 لكه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركرې شوي٬ د نېشنل اي او سي له مخې د كمپائن په مهال 2 لکه 73 زره نه زيات مېنز اېنډ ووېمنز پوليو وركرز خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې٬ د ستمبر د پوليو مخنيوي ذيلي قامي كمپائن په پاکستان او افغانستان كښې په يو وخت تابيا كړے شوے ؤ ٬ د نيشنل اي او سي له مخې د ګرد هېواد په 112 ټاكلو ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن د 21 نه تر 27 ستمبر دوام لرلو خو د پنجاب په دريو ضلعو مظفرګرھ، ډيرہ غازي خان او راجن پور كښې كمپائن موخر كړے شو٬ په صوبائي كچه د كمپائن په مهال د پنجاب په 10 ضلعو كښې 80 لكه 64 زره نه زياتو ماشومانو ته٬ د سندھ په 30 ضلعو كښې د يو كروړ يو لك نه زياتو، د خېبر پښتونخوا په 37 ضلعو كښې د 71 لكه 94 زره نه زياتو او د بلوچستان په 32 ضلعو كښې د 23 لکه لس زره نه زياتو ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركړې شول ۔ د نيشنل اي او سي له مخې په اسلام آباد كښې 4 لكه 43 زره نه زياتو او د ګلګت بلتستان په دوو ضلعو كښې نزدې يو لك 40 زره ماشومانو ته د پوليو نه د بچ كېدو څاڅكي وركړې شوي دي۔








