منګوليا 28 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال منګوليا كښې د ازبكستان سرمايه كارۍ وزارت٬صنعت او تجارت نائب وزير الزت كاسي موف په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په سيمه ايزو رابطو٬سرمايه كارۍ او نړيوال مالي معاونت ترلاسه كولو پشمول په خاص توګه ازبكستان٬افغانستان٬پاكستان ريلوے په پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير احسن اقبال كوم چې …
وفاقي وزير احسن اقبال د ازبكستان سرمايه كارۍ نائب وزير الزت كاسي موف سره ملاقات٬د عمل وړ پروژو او د سيمه ايزو رابطو په وده زور

مزید خبریں
منګوليا 28 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال منګوليا كښې د ازبكستان سرمايه كارۍ وزارت٬صنعت او تجارت نائب وزير الزت كاسي موف په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په سيمه ايزو رابطو٬سرمايه كارۍ او نړيوال مالي معاونت ترلاسه كولو پشمول په خاص توګه ازبكستان٬افغانستان٬پاكستان ريلوے په پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير احسن اقبال كوم چې دا مهال د مينځني آسيا سيمه ايز اقتصادي مرستې پروګرام كښې ګډون لپاره د منګوليا په دوره دے ووئيل پاكستان او ازبكستان له د سياسي مفاهمت عمل وړ پروژې په كوټلو معاشي نتيجو د بدلولو ضرورت دے۔ده ووئيل ازبكستان٬افغانستان٬پاكستان ريلوے پروژه د مينځنۍ آسيا منډيانو ته د پاكستان بندرځايونو سره تړلو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔وفاقي وزير د ريلوے پروژې فزيبلټي سټډي زر بشپړولو٬ګڼ اړخيزه هېوادونو او د دوه اړخيزه مالي معاونت ذريعې په ګوته كول او په پروژه عملدرآمد لپاره ښكاره تګلاره وضعه كولو زور راوړو ۔ده د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د مالي معاونت لپاره د رابطه كارۍ طريقه كار جوړولو وړاندېز وركولو سره ووئېل د دې د لارې به ترجيحي سيمه ايزو پروژو لپاره نړيوالو مالياتي ادارو او كلتوري شراكتدارو سره په شريكه توګه مالي معاونت ترلاسه كولې شي۔احسن اقبال ووئيل د ازبكستان٬افغانستان او پاكستان ريلوے پروژې محض ريلوے منصوبې په توګه نه بلكې د يوې كوټلې معاشي راهدارۍ په توګه وړاندې بوتلل پكار دي٬كوو كښې چې د ريلوے٬سترې لارې٬ د رسد نظام٬بندرځايونه او صنعتي مركزونه منسلك وي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان ازبكستان له په سرمايه كارۍ اډانه تجارت او شريكو كاروباري پروژو ته وده وركول پكار دي٬په خاص توګه ټيكسټائل٬داروګانو جوړولو٬كركيلې٬معدنيات٬انجينئرنګ او اطلاعاتي ټېكنالوجۍ په څانګو كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي۔د ملاقات په مهال دواړو خوا د پاكستان او ازبكستان ترمينځه معاشي مرستې لا قوي كولو او موجوده لوظ نامو ته ښكاره موده او د مالي معاونت انتظامات سره په جامع پروژو بدلولو ته اهميت ته هم اتفاق وكړو







