د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ټانك كښې په ټرافېكي پوليس د خارجي ترهه ګرو د بريد  غندنه٬ د درېو اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي  د خېبرپښتونخوا ټانك ضلع كښې د خوارجو لخوا د ټرافيك پوليس په ګاډي د ډزو د بزدلانه پیښې په سختو ټكو غندنه كړی ده ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډزو په نتيجه كښې د ټرافېك پوليس درې اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي  د خېبرپښتونخوا ټانك ضلع كښې د خوارجو لخوا د ټرافيك پوليس په ګاډي د ډزو د بزدلانه پیښې په سختو ټكو غندنه كړی ده ۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډزو په نتيجه كښې د ټرافېك پوليس درې اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او غم جنې كورنۍ سره يې د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وركړې دا عظيمې قربانۍ به بې ځايه نه ځي او  شرخوښي عناصر به قانون سره مخ كولې شي۔