نادرا د پاك آئي ډي موبائل ايپ نوے ورژن 5.8.0 جاري كړو ، د كورنۍ غړو ډيجيټل آئي ډي،  د دستاويزات کيو آر څخه تصديق او د حج و عمرہ زائرينو لپاره بائيو ميټرك شامل سهولتونه دي

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) د وګړو سهولت لپارهد  خپل پاك آئي ډي موبائل ايپلي کيشن نوے ورژن 5.8.0 لانچ كړے دے چې پكښې د كورنۍ غړو ډيجيټل آئي ډي،  د دستاويزات کيو آر څخه تصديق او د حج و عمرہ زائرينو لپاره بائيو ميټرك توثيق پشمول يو شمېر جديد فيچرز شامل كړې شوې دي۔ د نادرا پبلك انفارميشن آفيسر …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) د وګړو سهولت لپارهد  خپل پاك آئي ډي موبائل ايپلي کيشن نوے ورژن 5.8.0 لانچ كړے دے چې پكښې د كورنۍ غړو ډيجيټل آئي ډي،  د دستاويزات کيو آر څخه تصديق او د حج و عمرہ زائرينو لپاره بائيو ميټرك توثيق پشمول يو شمېر جديد فيچرز شامل كړې شوې دي۔ د نادرا پبلك انفارميشن آفيسر سيد شبهات علي له مخې پاك آئي ډي اېپ جديد تقاضو سره سموو ٬  د نوي ورژن په سبب به اوس وګړي خپل ځان سره سره د كورودانې او د اتلس كالو نه د كم عمر ماشومانو ډيجيټل شناختي کارډز، جووينائل کارډ، نائيکوپ يا د پاکستان اوريجن کارډ (پي او سي) په آسانۍ سره ترلاسه كول او محفوظ كولې شي او د ضرورت له مخې د دوي د معلوماتو په سمدستي توګه تصديق او شيئرمنګ هم به ممكن شي۔ ده ووئيل  په اېپ  كښې د مهمو دستاويزاتو په سمدستي توګه تصديق لپاره ‘سکين کيو آر کوډ’ فيچر معارفي كړے شوے چې په مرسته ئې د ب فارم، فيملي رجسټريشن سرټيفکيټ (اېف آر سي) او د شناختي کارډ منسوخۍ په سرټيفکيټ درج ډيجيټل کيو آر کوډ سکين كولو سره د تصديق شوو کوائفو په څو سيکنډز كښې مشاهده كېدې شي۔ د  سيد شبهات علي له مخې دغسې بهر هېوادونو په خاص توګه په حج و عمرہ تلوٶنكو عازمينو لپاره د بائيو ميټرك تصديق عمل لا اسان كړے شوے د۔ د دې نه علاوه په اېپ كښې يو شمېر نور فيچرز شامل كړې شوي دي۔