د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ټانك كښې د ټرافېك پوليس په ګاډي د ډزو د پېښې غننه وكړه

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ غړي سردار اياز صادق ټانك كښې د ټرافېك پوليس په ګاډي د ډزو د پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره د دې په نتيجه كښې د درېو ټرافېك پوليس اهلكارو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې ده شهيد پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ غړي سردار اياز صادق ټانك كښې د ټرافېك پوليس په ګاډي د ډزو د پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره د دې په نتيجه كښې د درېو ټرافېك پوليس اهلكارو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه ۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې ده شهيد پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او وې وئېل  د ترهه ګرو بزدلانه كاروائۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام غېر متزلزل عزم كمزورېے كولې نه شي۔پوليس اهلكارو د وظيفې ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړې٬د شهيد پوليس اهلكارو قربانۍ به هيرې نه كړيې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيد پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه او وې وئېل  د شهيد پوليس اهلكارو كورنيو په غم او دړد كښې برابر شريك يو۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه۔

مزید خبریں