اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي پاکستان د آئي ټي برآمدات كښې په كلنه توګه 20 فيصده څخه زياته ترقي كوي او حکومت د وزيراعظم د ټاكلي 25 اربه ډالر برآمدي هدف سر كولو پلو په سنجيدګۍ سره روان دے۔ دا خبره دې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د هواوے ګلوبل سروس …
د آئي ټي برآمدات كښې د 25 اربه ډالرو هدف لپاره عزم لرو٬ ځوانان او مېرمنې د ټيلنټ پاکستان ډيجيټل معيشت د ملا تيرونه دي۔ شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي پاکستان د آئي ټي برآمدات كښې په كلنه توګه 20 فيصده څخه زياته ترقي كوي او حکومت د وزيراعظم د ټاكلي 25 اربه ډالر برآمدي هدف سر كولو پلو په سنجيدګۍ سره روان دے۔ دا خبره دې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د هواوے ګلوبل سروس سينټر دورې په موقع ميډيا او دستورې كښې د ګډون په مهال كړې۔ دې ووئيل د 24 کروړه اولس هېواد 68 فيصده ځوانان او د ورك فورس 50 فيصده مېرمنې دي د كومو په بنياد چې د هېواد ډيجيټل سروسز سيکټر په نړيوال مارکيټس كښې مسابقت لري او اوس د هېواد معيشت د روايتي کارګو و شپمنټس په ځائے په جديد نالج بيسډ سروسز منتقل كېږي۔ دې ووئيل د آئي ټي ټيلنټ ګرد نړۍ كښې خپل اهليت ثابتوي۔ دې ووئيل يوازې اسلام آباد څخه 2 نيمه زره ځوانان انجينئرز مېنځني ختيز٬ افريقا او د لاطيني امريکې پشمول د نړۍ د سلو نه زياتو نړيوالو بازارونو كښې د ټيلي کام و آئي ټي نيټ ورکس چلوي كوم چې په نړۍ كښې د پاكستان يو مضبوط او عزتناك تشخص رامخې ته كوي ۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل حكومت په هېواد كښې ډيجيټل انقلاب او ځوانانو ته د جديد سکلز تربيې پلو خاص پاملرنه كوي ٬ په دې لړ كښې 3 لكه زده كوٶنكو ته د جديد ټيکنالوجۍ پروګرام له مخې د هېواد د 200 نه زياتو پوهنتونونو كښې جديد آئي سي ټي اکيډمۍ جوړولې كړې شوي او دلته تربيه ترلاسه كوٶنكې د 400 نه زيات پاكستاني پوهان بهر هېوادونو كښې په نړيوال ماركيټس كښې مهم خدمات سره كوي









