د اېس آئي اېف سي په معاونت سره د غېر ملکي سرمايه کارو په پاکستان باور بحال شور

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) په وخت مداخلت او اړوند چارواكو سره د مؤثره رابطې په نتيجه كښې د چين کمپني هونان ريسورسز په دھابيجي كښې د صنعتي فيکټري 7 مياشتې پس بيا فعال كړې شوې ده چې ورسره په پاکستان كښې د غېر ملکي سرمايه کارو باور زيات شوے دے۔ د اېس آ ئي اېف سي …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) په وخت مداخلت او اړوند چارواكو سره د مؤثره رابطې په نتيجه كښې د چين کمپني هونان ريسورسز په دھابيجي كښې د صنعتي فيکټري 7 مياشتې پس بيا فعال كړې شوې ده چې ورسره په پاکستان كښې د غېر ملکي سرمايه کارو باور زيات شوے دے۔ د اېس آ ئي اېف سي له مخې هونان ريسورسز دھابيجي كښې صنعتي تنصيب چلوونكې د چين كمپني ده د كومې كارخانه چې د فروري 2026 څخه د يوې معاملې له امله بنده وه چې ورسره كمپنۍ ته زيان رسېدلے۔ كمپنۍ د خپل صنعتي تنصيب معاملې حل په اړه د اېس آئي اېف سي د مداخلت او مرستې ستائنه وكړه۔ اېس آئي اېف سي د معاملې په وخت نوټس اغستو سره اړوند چارواكو سره د رابطې د لارې د مسئلې  حل له معاونت وكړو او د دې نه وروستو د چين كمپنۍ صنعتي هلې ځلې بيا پېل كړې دي