اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي تر درست او مستند معلومات رسنه د باخبره او مضبوط جمهوريت لپاره ضروري ده٬ تر معلومات رسنه د هر وګړي بنيادي آئيني حق دے۔ ۔ د ګل په ورځ تر معلوماتو رسنې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل اولس ته درست، مستند او د باور وړ معلومات وركول …
تر معلومات رسنه د هر وګړي بنيادي آئيني حق دے۔ سينيټر روبينه خالد
اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي تر درست او مستند معلومات رسنه د باخبره او مضبوط جمهوريت لپاره ضروري ده٬ تر معلومات رسنه د هر وګړي بنيادي آئيني حق دے۔ ۔ د ګل په ورځ تر معلوماتو رسنې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل اولس ته درست، مستند او د باور وړ معلومات وركول د سپېځلې ټولنې بنياد دے٬ تر معلوماتو د رسنې د حق تحفظ يو سپېځلې او ځواب وركونكې ټولنې لپاره ضروري دے۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل ډيجيټل پليټ فارمز او د مصنوعي ځېركتيا په دور كښې د مستند معلوماتو اهميت لا زيات شوے دے، وګړو ته تر مستند معلومات آسانه او په وخت رسنه وركول د وخت مهم ضرورت دے٬ د ناسم او ګمراه كوٶنكو معلوماتو خپرېدو لاره نيولو لپاره د درست معلومات وركول ضروري دي۔۔ دې ووئيل د اولس تر معلومات حق او مستند معلومات وركولو لپاره به اقدامات دوامداره ساتلې شي










