تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې  او با خبره ټولنې بنياد  دے  ٬ مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي بنيادي او جمهوري حق دے٬ سپيكر سردار اياز صاق

  اسلام آباد ۔ 28 ستمېر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار اياز صادق وئېلي دي  تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې او د خبرلرونكې ټولنې  بنيادے  ٬  مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي  بنيادي او جمهوري حق دے ٬ د پاكستان آئين  وګړو ته  د اولسي اهميت  په چارو كښې تر معلومات رسنې حق وركوي۔  د دې خيالاتو څرګندونه  ده  تر …

 

اسلام آباد ۔ 28 ستمېر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار اياز صادق وئېلي دي  تر معلومات رسنه د سپېځلې ٬ ځواب وركونكې او د خبرلرونكې ټولنې  بنيادے  ٬  مستند او په وخت معلومات ته رسنه د هر وګړي  بنيادي او جمهوري حق دے ٬ د پاكستان آئين  وګړو ته  د اولسي اهميت  په چارو كښې تر معلومات رسنې حق وركوي۔  د دې خيالاتو څرګندونه  ده  تر معلومات رسنې  نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئېل  د پاكې واكمنۍ  او د اولس باور زياتولو لپاره تر معلومات رسنه ضروري ده ۔  پارلمان د قانون سازۍ  او موثره  نګرانۍ  د لارې  تر معلومات د رسنې حق تحفظ لپاره عزم لري٬    درست معلومات د باخبره پرېكړې  او د ادارو ځواب وركوونكې جوړولو لپاره مرستياله ګرځي٬  ډېجېټل تېكنالوجۍ  تر معلومات رسنه د وړاندې نه زياته آسانه كړې ده۔ ده ووئېل د بې بنسټه  ٬ ګمراه كوونكو او غېر مصدقه معلومات  خپرېدل  يو لوي چېلنچ ګرځېدلے دے  ٬  د مستند معلومات په وخت وركړه د ګمراه كوونكو معلوماتو په مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كوي۔ ده ووئېل   د فېك نيوز مخ نيوي لپاره ادارو ٬ مېيا او اولس له به په ګډه كردار تر سره كول وي۔   تر معلومات رسنه د اولس او حكومت تر مينځه د باور مضبوطولو موثر زريعه ده۔  سردار اياز صادق ووئېل   د مستند معلوماتو وركړه د جمهوري عمل ٬ پاكې واكمنۍ  او د موثر اولسي ګډون لپاره ضروري ده۔