د فتنة الخوارج او فتنة الهند ترهګرو یو شمېر پټنځایونه له منځه یوړل شول، 71 ووژل شول ٬ وسله او چاودیدونکي توکي ترلاسه شول: آئي اېس پي آر

پېنډۍ ۔27ستمبر  (اے پی پی) افغان طالبان حکومت د هند په ملاتړ او سرپرستۍ كښې پاكستان كښې په ترهګريز فعاليتونو كښې ښكېل دې كوم چې د قيمتي ځانونو د پرله پسې زيان او امن او استحكام له د خطر سبب ګرځي ، پاكستاني خفيه ادارو د كوئټه شابان ضلعې سيمه كښی د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان يو شمېر پټنځايونه په ګوته كړل كوم چې ځائي آبادۍ لپاره خطره جوړ …

پېنډۍ ۔27ستمبر  (اے پی پی) افغان طالبان حکومت د هند په ملاتړ او سرپرستۍ كښې پاكستان كښې په ترهګريز فعاليتونو كښې ښكېل دې كوم چې د قيمتي ځانونو د پرله پسې زيان او امن او استحكام له د خطر سبب ګرځي ، پاكستاني خفيه ادارو د كوئټه شابان ضلعې سيمه كښی د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان يو شمېر پټنځايونه په ګوته كړل كوم چې ځائي آبادۍ لپاره خطره جوړ شوي وو۔ د آئی اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د پاكستان امنيتي ځواكونو د استخباراتي معلوماتو په بنياد په 21 ستمبر 2026 زيارت او دې  سره پېوستو سيمو كښې سرعت سره آپرېش پېل كړو۔ تر دې دمه د ډزو په تبادله كښې 33 ترهګر وژل شوي دي او هغوي څخه وسله٬ ګولۍ او چاؤدېدونكي توكي برآمد كړې شوي دي۔ د آئی ایس پی آر له مخې د تېرو 72 ساعتونو په مهال آپرېشن كښې لا تندي رامخې ته كړې شوې ده چې په نتيجه كښې يۍ 23 نور ترهګر وژل شوي دي۔ په 25 ستمبر 2026 نوشكي ضلع كښې يو آپرېشن وكړې شو په كوم كښې چې امنيتي ځواكونو د ترهګرو يو پټ ځاې په مؤثر ډول له منځه يوړو او د هند ملاتړ شوي 11 ترهګر ووژل شول۔ دغسې په مند (Mand) سيمه كښې امنيتي ځواكونو د فتنة الهند 6 ترهګر ووژل۔د پاك پوځ د روان آپرېشن په مهال په تېرو 96 ساعتونو كښې آپرېشن شابان او د بلوچستان په نورو سيمو كښې 71 څخه زيات ترهګر وژلې شوي دي۔ امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔

مزید خبریں