اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د فوري او مؤثر كارروائيو د لارې د يو شمېر ترهګرو په وژولو امنيي ځواكونو ته پېروئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د سپيكر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې سپيكر ووئيل بلوچستان كښی د ترهګرو خلاف كامياب عمليات د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو څرګندونه كوي۔ ده ووئيل قام د ترهګرۍ خلاف …
بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په برياليو عملياتو د قومي اسمبلۍ سپيكر امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د فوري او مؤثر كارروائيو د لارې د يو شمېر ترهګرو په وژولو امنيي ځواكونو ته پېروئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د سپيكر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې سپيكر ووئيل بلوچستان كښی د ترهګرو خلاف كامياب عمليات د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو څرګندونه كوي۔ ده ووئيل قام د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ سپيكر ووئيل د ترهګرۍ ناسور ختمولو له د شهيدانو قربانۍ د قوم عزم او حوصله لا مضبوطوي۔ ده زياته كړه چې د بلوچستان په شمول ګرد هېواد كښې امن په ځاې كولو له د امنيتي ځواكونو خذمات هېڅكله هم د هېرولو نه دي۔








