اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان د سمندري ځواک د نوي آبدوز"هنګور" په لومړي بریالي لائيو وېپن فائرنګ د پاکستان سمندري ځواک ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا خپره شوې اعلامیې له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان د سمندري ځواک د عملیاتي چمتووالي او د سمندري دفاعي صلاحيت د زیاتوالي ستاینه وکړه او …
ولسمشر آصف علي زرداري د نوي آبدوز”هنګور” په لومړي بریالي لائيو وېپن فائرنګ پاک بحريه ته درناوی وړاندې کړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان د سمندري ځواک د نوي آبدوز”هنګور” په لومړي بریالي لائيو وېپن فائرنګ د پاکستان سمندري ځواک ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا خپره شوې اعلامیې له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان د سمندري ځواک د عملیاتي چمتووالي او د سمندري دفاعي صلاحيت د زیاتوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان سمندري ځواک، چې عصري جنګي صلاحيتونه لري ، د ملي سمندري پولو او د سیمې د سولې او امنیت په ساتنه کښې مهم رول لوبوي۔ ولسمشر د اډمرل نوید اشرف د قيادت ٬ د پاکستان د سمندري ځواک د عملیاتي چمتووالي او د سمندري دفاعي صلاحيت زیاتوالي ستاینه وکړه۔ هغه وویل چې د پاکستان د سمندري ځواکونو د دفاعي صلاحيت زیاتوالې د هېواد د سمندري پولو د مؤثره دفاع او په سیمه کښې د سولې ټینګښت لپاره د هغې د عزم عكاسي كوي۔ د یادولو وړ ده چې ولسمشر زرداري د روان کال د اپریل په 30مه پاکستان ته د ابدوزو د سپارلو په مراسمو کښې چې د چین په سانیا ښار کې ترسره شوي وو، مشر میلمه و۔








