اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په بلوچستان کښې د ترهګرو خلاف په بریاليو عملیاتو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د آپرېشن شعبان او د بلوچستان په نورو سیمو کښې د 71 څخه زیاتو ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته د درناوي په ترڅ کښې ویلي چې د …
ولسمشر آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په برياليو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په بلوچستان کښې د ترهګرو خلاف په بریاليو عملیاتو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ولسمشر آصف علي زرداري د آپرېشن شعبان او د بلوچستان په نورو سیمو کښې د 71 څخه زیاتو ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته د درناوي په ترڅ کښې ویلي چې د فتنه الخوارج او فتنه الهندستان ترهګرو ٬ چې د هند او افغان طالبانو تر سرپرستۍ لاندې فعال دي٬ خلاف بریالي عملیات د ستاینې وړ دي۔ په بلوچستان کښې د ترهګرو د څو پټنځایونو لمنځه وړل د امنیتي ځواکونو یوه لویه بریا ده۔ ولسمشر آصف علي زرداري وویل چې عملیات به د بهرنۍ سرپرستۍ او همكارۍ لخوا ملاتړ شوې ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره دوام ولري٬ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنیتي ځواکونو قربانۍ او خدمات ملت لپاره د ویاړ سرچینه ده۔








