اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علی زرداری د ګردې نړۍ سېلانيانو ته د پاكستان دورې كولو ، د پاكستانيانو مېلمه پالنې څخه د خوند پورته كولو او زمونږ د هېواد د رنګا رنګ ښكلا پخپله مشاهده كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې د سېلګرۍ څانګه بايد د مېلمه پالنې ٬ درناوي او مسووليت له اوږد مهالو ارزښتونو سره تړلې پاتې شي۔ ده دا خبره د سېلګرۍ نړيوالې …
پاکستان د ټولې نړۍ سېلانیانو ته په خلاصو لاسونو هرکلی وايي٬ د سېلګرۍ څانګه بايد د مېلمه پالنې، درناوي او مسووليت له اوږدمهالو ارزښتونو سره تړلې پاتې شي: د ولسمشر آصف علي زرداري د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علی زرداری د ګردې نړۍ سېلانيانو ته د پاكستان دورې كولو ، د پاكستانيانو مېلمه پالنې څخه د خوند پورته كولو او زمونږ د هېواد د رنګا رنګ ښكلا پخپله مشاهده كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې د سېلګرۍ څانګه بايد د مېلمه پالنې ٬ درناوي او مسووليت له اوږد مهالو ارزښتونو سره تړلې پاتې شي۔ ده دا خبره د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښی وكړه كومه چې د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د ستمبر په 27 مه نېټه لمانځلې شي۔ ولسمشر د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقع د پاكستان اولس ٬ نړيوالې سياحتي ټولنې او هغه ټولو وګړو له مباركي وركړه كوم چې نوې ځايونو ٬ كلتورونه او ټولنې كتلو له سفر كوي۔ ولسمشر ووئيل سږ كال ددې ورځې موضوع “د سېلګرۍ تشكيل نو له ډيجيټل ايجنډا او مصنوعي ذهانت” دې خبرې ته زمونږ پام ګرځوي چې ټېكنالوجي او مصنوعي ذهانت د خلكو د سفر منصوبه بندۍ ٬ د سېل ځايونو لټولو او د بېلو كلتورونو تجرې كولو تګلارو كښې بدلون څنګه رامخې ته كوي۔ مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې دا بدلونه اولس او ټولنو لپاره ذمه وار ٬ ټولشموله او ګټور پاتې شي۔ ولسمشر ووئيل په پاكستان كښې زړه راكښونكې نظارې او د سېلګرۍ د تجربو ځانګړې تنوع موجود دے۔ ولسمشر په دې خبره زرو راوړو چې مونږ له به راروانو نسلونو له خپل قدرتي چاپېريال ٬ كلتوري ورثه او روايات خوندي ساتل وي ۔ هغه د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقع د ګردې نړۍ سېلانيانو ته د پاكستان دورې كولو ٬ د پاكستان مېلمه پانې څخه د خوند اخستلو او زمونږ د هېواد د ښكلا او تنوع پخپله د مشاهده كولو بلنه وركړه۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د ګردې نړۍ سېلانيانو ته په خلاصو لاسونو هركلې وايي۔







