سياحت او تفريح ته پاملرنه په اصل كښې د سالم ذهن او د خوښې وړ ترجيحاتو څرګندونه ده: د وزيراعظم شهباز شريف د سېلګرۍ او تفريح نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پاكستان او ټوله نړۍ كښې د سېلګرۍ څانګې سره تعلق لرونكو كسانو او سيلانيانو ته د درناوي مراتب وړاندې كولو سره ويلي دي چې سياحت او تفريح ته پاملرنه په اصل كښې د سالم ذهن او د خوښې وړ ترجيحاتو څرګندونه ده۔ پاکستان د خپل ځانګړې طبیعي نظارو، په زړه پورې کلتوري ورثو ، تاریخي او مذهبي ځایونو سره د سیاحت په …

اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پاكستان او ټوله نړۍ كښې د سېلګرۍ څانګې سره تعلق لرونكو كسانو او سيلانيانو ته د درناوي مراتب وړاندې كولو سره ويلي دي چې سياحت او تفريح ته پاملرنه په اصل كښې د سالم ذهن او د خوښې وړ ترجيحاتو څرګندونه ده۔ پاکستان د خپل ځانګړې طبیعي نظارو، په زړه پورې کلتوري ورثو ، تاریخي او مذهبي ځایونو سره د سیاحت په برخه کښې روښانه امکانات لري۔ د وزيراعظم آفس د ميډيا څانګې له مخې وزيراعظم شهباز شريف دا خبره د سياحت د نړيوالې ورځې په موقع وكړه كومه چې هر كال د ستمبر په 27 مه نېټه لمانځلې شي۔ وزيراعظم ووئيل په زړه پورې طبيعي نظارې ، پخواني تاريخي آثار، كلتوري ميراث او متنوع كلتوري رنګونه د سياحت په ډګر كښې اصلي محرکات دي۔ د پاك پروردګار په فضل پاکستان د سیاحت په برخه کښې د خپل ځانګړي طبیعي نظارو، په زړه پورې کلتوري میراثونو، تاریخي او مذهبي ځایونو سره روښانه امکانات لري. وزيراعظم ووئيل حكومت د هېواد سېلګرۍ ته وده وركولو٬ د سېلګرۍ ډھانچې ښه كولو او دې څانګې سره د تړون لرونكو ځائي آبادۍ او ځوانانو له د روزګار او وړاندې تللو موقعې رامخې ته كولو له كار كوي۔ حكومت عزم لري چې پاكستان يو محفوظ ٬ زړه راكښونكې او د مسابقتي سياحتي مقام په توګه نړۍ ته وړاندې كړي۔ وزیر اعظم ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په ګډه د پاكستان د سېلګرۍ څانګې بشپړ صلاحيتونه كارولو كښې خپل تعميري كردار ترسره كړو دغسې چې نړۍ ته خپله مېلمه پالنه او په زړه كلتوري ورثه وړاندې كړې شو۔

مزید خبریں