نیویارک۔26ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان د چینائي صدر شی جن پنګ د دور اندېش اقدام ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو(جی ډی آئی) كلك ملاتړ كوي او ددې بشپړ توثيق كوي ،جی ډی آئی به 2030 سره ته ورسي۔ د خالي په ورځ د چين د مرستيال صدر هان ژینګ په كوربتوب كښې په نړيوال پرمختيائي اقدام د اعلی كچې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د …
پاكستان د ګلوبل ډوېلپمنټ انيشي اېټو بشپړ ملاتړ كوي: وزيراعظم شهباز شريف
نیویارک۔26ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان د چینائي صدر شی جن پنګ د دور اندېش اقدام ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو(جی ډی آئی) كلك ملاتړ كوي او ددې بشپړ توثيق كوي ،جی ډی آئی به 2030 سره ته ورسي۔ د خالي په ورځ د چين د مرستيال صدر هان ژینګ په كوربتوب كښې په نړيوال پرمختيائي اقدام د اعلی كچې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د کووډ 19 د وبا عروج په مهال 5 كال وړاندې صدر شی جن پنګ نړيوال پرمختيائي اقدام (ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو) وړاندې كړې و۔ده ووئيل عوامی جمهوریه چین او ددې نړيوال پرمختيائي اقدام په وخت پېشرفت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د جی ډی آئی د بشپړ ملاتړ توثيق كوي۔ ده ووئيل مونږ خپل مضبوط ملګري چين او ګروپ آف فرېنډز سره پرله پسې نزدې همكارۍ ته لېواله يو دغسې چې مونږ په ګډه يوه داسې ټولنه تشكيل كړو كومه چې د انسانيت د ګډ سباؤن تصور مخ په وړاندې بوځي۔










