اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي د 27 ستمبر لانګ مارچ د "غر هومره تمه، مږک هومره ګټه" په څېر ثابت شو، او د هغو کسانو چې ویل يۍ «زموږ مارچ زموږ مرضی ده»، نه دا مارچ دې او نه یۍ مرضی۔ هغه د خالي په ورځ دلته د وزيراعظم کوآرډینېټر اختیار ولی او سېنېټر زاهد خان سره …
د پي ټي آئي د 27 ستمبر لانګ مارچ د “غر هومره تمه، مږک هومره ګټه” په څېر ثابت شو، او د هغو کسانو چې ویل يۍ «زموږ مارچ زموږ مرضی ده»، نه دا مارچ دې او نه یۍ مرضی: عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي د 27 ستمبر لانګ مارچ د “غر هومره تمه، مږک هومره ګټه” په څېر ثابت شو، او د هغو کسانو چې ویل يۍ «زموږ مارچ زموږ مرضی ده»، نه دا مارچ دې او نه یۍ مرضی۔ هغه د خالي په ورځ دلته د وزيراعظم کوآرډینېټر اختیار ولی او سېنېټر زاهد خان سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو اسمبلۍ كښې په ښكاره ټكو كښې د ګردې اسلامي نړۍ مقدمه وړاندې كړه كومه چې په ګرده نړۍ كښې ستائلې شي۔ ده ووئيل په عمومي اسمبلۍ كښی وزيراعظم د فلسطيني انجونې وفا ذكر وكړو او په غزه ٬ فلسطين ٬ شام او لبنان كښې يۍ د اسرائيلي ظلمونو په ښكاره ټكو كښې غندنه وكړه د كومې چې په هال كښی موجود د فلسطيني استازو بشپړه ستاينه وكړه۔ ده ووئيل په دې وياړ لرم چې پاكستاني حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت فلسطين او غزه لپاره د مرستې سامان ولېږلو كوم چې خان يونس ٬ مغربي غاړې او د فلسطين نورو سيمو ته ورسېد۔ ده ووئيل وزيراعظم د فلسطین د طب زده كوونكو د تعليم اغېزمن كېدو ادراك هم وكړو او د هغه په خصوصي هدايت فلسطيني زده كوونكو پاكستان كښې خپلې زده كړې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل وزیراعظم د اسلامو فوبیا، د هند د هندوتوا نظريې په مسلمانانو د روانو ظلمونو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ هغه د كشميري اولس د حق خود اراديت بشپړ ملاتړ تكرار كړو۔ ده ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې پاكستان هند ته خله ماتې ځواب وركړو۔ هغه د اوبو ايسارولو يا د سندھ طاس لوظنامې خلاف اېكټ آف وار ګرځولو سره هند ته ښكاره خبردارې وركړو۔ وزیراعظم مکه مکرمه رېډ لائن ګرځولو سره ووئيل پاكستان به په دې معامله كومه سودا نه كوي او سعودي عربستان سره به يو برابر ولاړ پاتې كيږي۔ ده ووئيل امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم د تقرير كلپ په خپل سوشل ميډيا اكاؤنټ پوسټ كړو كوم كښی چې د ډونلډ ټرمپ جنګ بندۍ كښې كردار سره سره د هند د ماتې ذكر هم شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه د ثالث كردار ترسره كولو سره امن لپاره لاره هواروي۔ ده ووئيل وزيراعظم خپل تقرير په دې ختم كړو چې جنګ او امن دواړه لارې دي بياهم د امن لاره خپلول زيات د مړانې كار دے۔ د تحريك انصاف د لانګ مارچ په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل حریک انصاف كومه تياري نه لري٬زما بيان ” كه همت لرۍ نو راشۍ” په غوي اور بل كړې دې۔ ده ووئيل هغوي وئيلي وو چې زمونږ مارچ زمونږ مرضي ٬ مونږ به ستاسو په مرضۍ نه راځو۔ ده ووئيل سهېل آفریدی په انتظامي توګه هم خپل ګرفت له لاسه وركړې دې ، د ترهګرو مقابله كولې نه شي نو ځكه هغه ته بزدل وايم۔ ده ووئيل وزیراعلیٰ سهېل آفريدې يوازې 15 دقيقو له په چورلكه كښی كوهاټ ته راغلو او بيا لاړو۔ ده ووئيل اولس كښې جذبه شته۔ زه د فهيم كور ته لاړم او د هغه پلار ووئيل ماته د خپل زوي په شهادت وياړ دے۔ ده ووئيل په صوبه كښی د ټېرر کرائم نېکسس لاندې د بهته خورۍ په شمول نورو معاملې روانې دي۔ ده ووئي په كال 2026ء كښې د 4600 څخه زياتو ځانمرګې بريدونو كښې 400 څخه د زياتو شهادتونو او 1500 څخه د زياتو كسانو ژوبل كېدو باوجود صوبائي حكومت دې معاملې ته پام ګرځولې نه دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې كه يو تن جرم وكړي نو آيا د هغه نيولو لپاره به سپيكر څخه اجازت غوښتلې شي۔ ده ووئيل داسې پریوېلجز بايد جوړ نه كړې شي كومو سره چې لاقانونيت خپرېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل په خېبر پښتوا پوليس كښې لويه جذبه ده٬ د خپلو ورونړو جسدونه پورته كوي٬ خو دې پوليس فورس سره زياتې شوې دې۔ په تېرو 12 كلونو كښې نه خو دوي ته سمه وسله وركړې شوه او نه عصري آلات او نه ګاډي۔ داخله وزير دوئي ته د ګاډو وركولو هڅه وكړه خو دوئي انكار وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې بايد اولسي راج قائم كړی شي او اولس ته اختيار وركړې شي۔ روغتون ٬ كالج ٬ پوهنتونونه ٬ سكول او د لا اېنډ آرډر په شمول ټولو څانګې ښه وي۔ د ګورنر راج په اړه ده ووئيل چې په اړه څه وئيل به د وخت نه وړاندې وي۔ ده ووئيل د اسلام آباد كومه لاره بنده نه ده او آمد رفت كوم تعطل سره مخ نه دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل فېډرل سکیورټی فورسز او پاك پوځ د روزانه په بنياد قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل د اېن اېف سي ايوارډ لاندې هر كال خېبر پښتونخوا حكومت ته د لا اېنډ آرډر لپاره رقم وركولې شي ولې چې دا صوبائي معامله ده او د ترهګرۍ خلاف اقداماتو لپاره دا رقم اوس 2 نيم سوه اربه څخه زيات شوې دې۔ ده ووئيل حكومت دې وښائي چې دا رقم په څه مصرف كولې شي۔ دا په جلسو جلوسونو او كرېنونو مصرف كړې شو؟










