که د كے پي کوم ایم پي اے څوک ووژني، آیا پولیس د هغه نیولو له د اسمبلۍ سپیکر څخه اجازې اخیستلو ته اړتیا لري؟ محسن نقوي

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې كه د كے پي اسمبلۍ په كوم غړي (اېم پي اے) كوم مجرمانه فعل الزام وي نو پوليس له به د هغه له نيولو وړاندې سپيكر څخه اجازت اخستل وي۔ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير پوښتنه وكړه دې څخه وروستو به بيا څه كيږي٬ كه چرته د اسمبلۍ كوم غړې څوك مړ كړي نو …

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې كه د كے پي اسمبلۍ په كوم غړي (اېم پي اے) كوم مجرمانه فعل الزام وي نو پوليس له به د هغه له نيولو وړاندې سپيكر څخه اجازت اخستل وي۔ په اېكس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير پوښتنه وكړه دې څخه وروستو به بيا څه كيږي٬ كه چرته د اسمبلۍ كوم غړې څوك مړ كړي نو آيا پوليس به د هغه نيولو له د سپيكر اجازت ته انتظار كوي۔ محسن نقوی ووئيل د قانون په نظر كښې د مساوات دا كومه بل ډول تشريح ده۔ د پوسټ په پايه كښی محسن نقوي ووئيل ډېر ښه هم دا خبره روانه ساتۍ! او آيا دا د مدينې رياست دے؟۔ هغه په خپل پوسټ كښې په دې اړه جاري كړې شوې نوټيفكېشن هم شيئر كړو۔