د مرستیال وزيراعظم د ای سي او د وزیرانو كونسل د غیر رسمي غونډې مشري ٬ تنظيم لپاره یې د پاکستان د لومړیتوبونو خاکه وړاندې کړه

نیویارک۔26ستمبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په نډه كښې د اي سي او د وزارتي كونسل (سي او اېم) 27 مې غېر رسمي غونډې صدارت وكړو په كومه كښې چې د آذربائیجان خارجه وزير جیحون بایراموف، د ایران خارجه وزير سید عباس عراقچی، د کرغز جمهوریه خارجه وزير جین بیک کولو بائیو،  د تاجکستان …

نیویارک۔26ستمبر(اے پی پی) مرستيال وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په نډه كښې د اي سي او د وزارتي كونسل (سي او اېم) 27 مې غېر رسمي غونډې صدارت وكړو په كومه كښې چې د آذربائیجان خارجه وزير جیحون بایراموف، د ایران خارجه وزير سید عباس عراقچی، د کرغز جمهوریه خارجه وزير جین بیک کولو بائیو،  د تاجکستان خارجه وزير سراج الدین مهردین، د ترکیه مرستيال خارجه وزير بیریس اکینچی، ملګرو ملتونو لپاره د ترکمانستان استازي ویپا حاجییف، ملګرو ملتونو لپاره د ازبکستان مرستيال استازي لازیز قرائیف ٬ د قازقستان د خارجه وزارت ډي جي بیبوت کولاتایف او د  ای سی او عمومي سېكرټري اسد مجيد خان ګډون وكړو۔ مرستيال وزیراعظم څوك چې 27-2026 لپاره د ای سی او وزارتی کونسل چیئرمېن دې ، تنظيم لپاره د پاكستان د لومړېتوبونو خاكه وړاندې كړه په كومه كښې چې تجارتی او معاشی انضمام، غوره سيمه ييزې رابطې او ټرانزټ کورېډورز، په ډيجيټل توګه فعال ای سی او فری ټرېډ ایریا او په موسمياتي لچك زياته همكاري شامله ده۔ ده د اي سي او په  غړه هېوادونو زور راوړو چې هغوي دې نزدې نيم ارب وګړو لپاره امن ٬ لچك  او ګډې خوشحالۍ ته وده وركولو له خپل اجتماعي قوت وكاروي۔ ده په منطقه او په خاص توګه منځني ختيځ كښې په روانه امنيتي وضعه ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔

مزید خبریں