د قرآن پاك د امن پیغام  زمونږ لپاره د لارې مشال دے٬اسلام آباد مذاكرات د پاكستان د عملي امن ه هلو ځلو  څرګندونه ده٬ د حرمين شريفين تحفظ ريډ لائن دے٬د هندي يرغل بشپر ځواب وركړے شوے ٬د كشميريانو ملاتړ به روان ساتلے شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

  ملګري ملتونه 25 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د محاذ آرائي په ځاې مكالمې٬ د جبر په ځائے مرستې او د جنګ په ځائے د امن لاره ختيار كړې ده۔د نړيوال باور بحالي او تل پاتې امن لپاره مينځني ختيز٬كشمير او د فلسطين پشمول د شخړو منصفانه حل ضرورې دے٬د ميزائلونو٬ډرونز او ټوپكو درزه ترمينځه د سفارتكارۍ غږونه لا پورته كول غواړي۔ د قرآن …

 

ملګري ملتونه 25 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د محاذ آرائي په ځاې مكالمې٬ د جبر په ځائے مرستې او د جنګ په ځائے د امن لاره ختيار كړې ده۔د نړيوال باور بحالي او تل پاتې امن لپاره مينځني ختيز٬كشمير او د فلسطين پشمول د شخړو منصفانه حل ضرورې دے٬د ميزائلونو٬ډرونز او ټوپكو درزه ترمينځه د سفارتكارۍ غږونه لا پورته كول غواړي۔ د قرآن پاك د امن پیغام زمونږ لپاره د لارې مشال دے٬اسلام آباد مذاكرات د پاكستان د عملي امن  هلو ځلو څرګندونه ده٬ د حرمين شريفين تحفظ ريډ لائن دے٬د هندي يرغل بشپر ځواب وركړے شوے ٬د كشميريانو ملاتړ به روان ساتلے شي٬اوبه ايسارول جنګي اقدام دے٬ د آزاد فلسطين رياست قيام ضرورې دے٬په لبنان او سوريه دې اسرائيلي يرغل بند كړے شي٬د ترهه ګرۍ او اسلامو فوبيا خاتمې٬معاشي پرمختګ٬موسمياتي انصاف او ملګرو ملتونو كښې منصفانه اصلاحات لپاره  عملي اقدامات ضروري دي۔  د دې خيالاتو څرګندونه نن د خالي په شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم د نړيوال او سيمه ايز امن٬بشري حقونو ٬ د پاكستان سلامتيا٬ د اوبو حقونو ٬ترهه ګرۍ٬اسلامو فوبيا٬معاشي پرمختګ او په موسمياتي انصاف د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔ د كومې موضوع چې د باور بحالي٬ د بدلون انتظام:داسې ملګري ملتونه كوم چې د ټولو لپاره موثر ثابت”شي وه ۔193 كسيزه نړيوالې ادارې ته خپل څلورم خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف په نړيواله او سيمه ايزه كچه د پېښو مهمو چېلنجونو په اړه د پاكستان موقف او وژن وړاندې كړو۔ده  خپل خطاب كښې د مينځني ختيز صورتحال د بشري حقونو خلاف  په ورزو٬ په فلسطين او د هند غېر  قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير كښې په روانو بشري بحرانونو ٬  د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې په يوه اړخيزه توګه معطل كولو ٬ د افغانستان څخه د پېدا كېدونكې ترهه ګرۍ په زياتو شوو خطرو ٬د موسمياتي بدلون په اثرات٬په پرمختګ كوونكو هېوادونو د زياتېدونكي معاشي او د پورونو په بار او په نړيواله كچه تاؤ تريخوالي كښې سمدستي كمې او د خبرو اترو په ضرورت رڼا واچوله۔وزيراعظم ووئيل دا زما لپاره د درناوي خبره ده چې زه د 24 كروړه همت لرونكې٬ثابت قدم او د امن خوښي پاكستاني اولس د اړخه دې معزز ايوان ته په څلورم ځل خطاب كوم۔شهباز شريف د اوسني نړيوال او سيمه ايز صورتحال ذكر كولو سره ووئيل مونږ په يو خطري وخت كښې ژوند كوو خو زمونږ سباؤن په يقيني توګه د وړاندې نه ترسره شوے نه دے٬لهذا جنګ يو انتخاب دے خو امن د دغې نه ډېر غوره انتخاب دے او په ځينو وختونو كښې لويه بهادري د جنګ پېل كول نه وي بلكې د دغې په مخ نيوي كښې وي۔پاكستان خپل انتخاب كړے دے٬مونږ د محاذ جوړولو په ځائے مكالمه ټاكلې ده٬مونږ د جبر په ځائے مرسته خوښه كړې٬مونږ د جنګ په ځائے د امن انتخاب كړے دے۔د عمومي اسمبلۍ دا 81مه غونډه زمونږ لپاره  او زمونږ د اولاد لپاره او  زمونږ د راتلونكو نسلونو لپاره به هم دا انتخاب كوي۔راځۍ چې باور بحال كړو٬تل پاتې امن راولو او ثابت كړو چې يو منقسم نړۍ كښې هم انسانيت اوس هم په ګډه د اودرېدو لاره خپلولې شي۔وزيراعظم ووئيل د امن راوستل په انساني هلو ځلو كښې تر ټولو عظيم او مقدس مقاصدو څخه يو دے۔په قرآن كريم كښې ارشاد دے “او كه هغوي صلحې ته مائل وي نو تاسو هم هغې ته مائل شۍ: (سورۃ الانفال، آیت 61)۔ده ووئيل د پاكستان مؤسس قائداعظم محمد علي جناح هم فرمائېلي وو مونږ د ملګرو ملتونو منشور سره ولاړ يو او د نړۍ امن او خوشحالۍ لپاره به خپل په زړه پورې كردار ترسره كولو كښې خوشحالي محسوسو۔وزيراعظم ووئيل د حكمت دا غمي د پاكستان د قامي تشخص برخه پاتې شوې او دغې زمونږ داخلي او بهر هېوادونو كښې طرز عمل له لارښونه كړې ده۔وزيراعظم ووئيل يو كال وړاندې پاكستان د هند د اړخه د جواز نه لرونكي بهرني يرغل سره مخ شو۔پاكستان د ملګرو ملتونو منشور آرټيكل 51 ترمخه د خپل بنيادي د دفاع حق استعمال كړو۔زمونږ ميړني او شجاع پوځ د چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په زړه ور قيادت كښې په ډېر پيشه ور ډول او په سمه تګلاره ځواب وركړو۔دوي د دښمن بريدونه وتنبول او داسې سبق يې ورته وښودلو چې هغوي به دا كله هير نه كړے شي۔ده ووئيل بې شكه چې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ عزم لرونكې او دورنديش مشرتابه په سبب سوئېلي آسيا كښې په كروړونو ځانونه بچ كړے شول۔د هغه په وخت مداخلت په يو داسې پرې كنده موقع رامخې ته شو چې دوه جوهري طاقتونه او ګاونډيان د يو همه ګير جنګ سره مخ كېدونكې و و٬څوك خبر دي كه صدر ټرمپ په واضحه سوچ او عمل سره په دې نازكه موقع مداخلت نه و كړے نو څومره تباهي راتللې شوه۔لهزا مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې سوئېلي آسيا بيا كله دې خطرناك ځائے ته ونه رسي خو د دغې لپاره د جمو او كشمير شخړې پاك او منصفانه حل ضرورې دے۔د 8 لسيزو نه د كشمير اولس د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې خپلواكه او بې پرې استصواب رائے لپاره د وعدې ترسره كېدو ته په طمعه دے۔كشميريان د څو نسلونو نه د غېر قانوني قبضې٬د خپلې خوښې او د عدالتونو ماورائے حراست٬په جبري توګه بې دركۍ جنسي تشدد او د اجتماعي سزا سره مخ دي٬په اوسنو كښې آبادياتي ري انجيئنرنګ او د نورو غېر قانوني ګامونو د لارې د جمو او كشمير د قانوني حېثيت بدلولو هڅه هم شوې۔بې بسه كشميرۍ مياندې او پلاران د خپلو زامنو او لوڼو منتظر دي كوم چې كله هم واپس به رانشي۔د هغوي كورونه د كرفيو او غم په خاموشۍ كښې ډوب پراته دي٬د ډېرو خلقو لپاره كوم اختتام يا تسلي نشته٬يوازې داسې ژوند ته ناست دي چې كوم د بې نومه قبرونو په لټون كښې تيريږي۔وزيراعظم ووئيل زه د دې ايوان څخه خپلو كشميريانو وروڼو او خوئېندو ته د بشپړه ذمه وارۍ او اختيار سره باور وركوم چې مونږ به تر هغه وخت د دوي سفارتي او سياسي و اخلاقي مرسته روانه ساتو تر څو چې دوي ته د حق خود اراديت حق ترلاسه شوے نه وي۔ده ووئيل كشمير د پاكستان د ساه رګ دے او عمر له به وي۔وزيراعظم ووئيل په سوئېلي آسيا كښې د استحكام يو بل بنياد د فشار ښكار دے۔د سندھ طاس مشتركه نظام نه يوازې د پاكستان اولس بلكې د ګردې منطقې خلقو لپاره د ژوند بنيادي عنصر دے٬د اوسنۍ لوظ نامې په يوه اړخيزه توګه د معطل ساتلو هندۍ پريكړه د كوم هم قانوني بنياد نه محرومه ده٬په حقيقت كښې د ملګرو ملتونو پوهانو او په اوسنو كښې د ثالثۍ عدالت د اړخه هم داسې ادعاګانې او اقدامات مسترد كړی شوي دي د كومو څخه چې د پاكستان دا جائز موقف چې دا لوظ نامه هغسې موثر پابند او په بشپړه توګه د عمل جوګه ده سم ثابت شوے دے۔شهباز شريف ووئيل اوبه كله وسله جوړول نه دي پكار٬دريابونو له د قامونو روزنه پكار ده٬دا ويشل نه دي پكار لهزا د پاكستان د برخې اوبه په دې كښې خنډ راولاړول يا د دې د مخې اړولو كومه هم هڅه به جنګي اقدام ګڼلے شي۔هند دې په دې اړه په كومه غلط فهمۍ كښې نه اوسېږي۔وزيراعظم ووئئېل د پاكستان په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د اړخه د شخړو امن ناكه حل له طريقه كار مضبوطولو له اړوند قرارداد 2788 په يوه خله منظورېدل د نړيوال امن لپاره زمونږ د غېر متزلزل عزم ثبوت دے۔ده ووئيل له بده مرغه سږ كال فرورۍ كښې د خليج سره د مينځني ختيز پراخه منطقه د شخړې په ولقه كښې راغله چې ورسره د قيمتي ځانونو زيان وشو٬معيشتونو ته زيان ورسېدو او د نړيوال تجارت مهمې بحري لارې په خاص توګه ابنائے هرمزد سخت فشار ښكار شوه۔ده ووئيل په دې نازكه موقع پاكستان سمدستي  د عملي ګامونو پورته كولو پريكړه وكړه۔د شريكو پرله پسې هلو ځلو د لارې پاكستان  د واشنګټن او تهران په اسلام آباد كښې خبرو اترو ته كيښنولو كښې كامياب شو۔ اسلام آباد خبرو نه واخله تر اسلام آباد مفاهمتي يادښت د شخړې خاتمې لپاره سنجيده  او ګڼ تاريخي اقدامات وكړے شول۔ده ووئيل زه د پاكستان سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د زړه نه قدر كوم د چا په ډېرو هڅو چې په سختو حالاتو كښې د سفارتكارۍ لپاره د ګنجائش پېدا كېدو له مرسته ترلاسه شوه٬زه د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د هڅو هم ستائنه كوم۔وزيراعظم ووئيل د افسوس سره وئېل غواړي چې په اوسنو ورځو كښې مونږ يو ځل بيا تاؤ تريخوالي كښې خطرناك زياتولے ليدلے دے خو د ميزائلو ٬ ډرونز او توپو په ګړزار كښې د سفارتكارۍ غږ لا پورته كول غواړي۔ده ووئيل آبنائے هرمز او باب المندب د نړيوال معيشت د ساه رګونه دي٬دا پرانستې پكار دي دغسې چې قامونه د يو بل سره وتړي نه چې د تصادم  ځايونه جوړ شي۔دا سمندري لارې بايد د خوشحالۍ لوظ وګرځي د جنګ د خطرو نه۔ده ووئيل مونږ يو ځل بيا د سعودي عرب خلاف د خوثيانو د اوسنو د غندنې وړ بريدونو په سختو ټكو غندنه كوو٬په مقدس ښار مكه مكرمه د ډرون بريد هڅې په ګرده نړۍ كښې مسلمانانو ته سخت غم او دړد رسولے٬د حرمين شريفين سلامتيا او تقدس لپاره كوم هم خطر يوه داسې سره كرښه ده كومه چې كله هم عبور كول نه ده پكار٬كوم مسلمان د داسې ناوړه جرم تصور هم نشي كولې٬ده ووئيل پاكستان د سعودي عرب ورور اولس سره د مكمل يو والي څرګندونه كوي  لكه چې څنګه زموڼږ په ټول تاريخ كښې شوې ده۔د امن لپاره زمونږ زوړ تړون د پاكستان ورور هېوادونو سعودي عرب او تركيه ترمينځه د مشتركه دفاعي لوظ نامې څخه هم څرګندېږي۔دا اتحاد د كوم هېواد خلاف نه دے٬دا په منطقه كښې دفاع٬استحكام او د امن لپاره زمونږ د اجتماعي لوظ اظهار دے۔او د دې نه زيات هېڅ نه۔د فلسطين ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د فلسطين نسلونه په خاص توګه ميرمنې٬ماشومان او بزرګان د قبضې بې دخلۍ٬ستونزو او د مرګونو سره مخ كيږي۔په تېر كال كښې ما د دې پليټ فارم نه د هند رجب د زړه ورانونكے داستان ستاسو په وړاندې ايښودے  ؤ كوم چې د يوې بې ګناه فلسطينۍ ماشومې او كومه چې د اسرائيل پوځيانو په بې دردۍ سره ويشتې وه۔سږ كال يوه بله پېښه زمونږ او ستاسو او د نړۍ په زړونو بار ده چې كله اته كلنه وفا عقيله شهيده كړی شوه۔د هغې د غمه  بې حاله مور هغه چغې كومو چې زمونږ زړونه څيرلې دي٬په هغه بې رحمه يرغل كښې په كومه ورځ چې هغه سكول ته تلونكې وه هم هغه ورځ د هغې د ژوند وروستۍ ورځ شوه۔آيا په غزه كښې پېدا شوے ماشوم د نړۍ د كومې هم برخې  د پیدا كېدونكې ماشوم غوندې د ژوند سباؤن او خوب ليدلو حق دار نه دے؟د هند رجب٬وفا عقيله او بې شمېره نورې پیښې په تاريخ كښې زمونږ  د اجتماعي خاموشۍ ٬ ناكامۍ  او بې عملۍ خلاف د يو فرد جرم په توګه به موجود وي۔وزيراعظم ووئيل دا ډېره تشويش ناكه ده چې د اسرائيل تشدد اوس تر مغربي غاړې رسېدلے دے چرته چې د فلسطينيانو جبري بې دخلي په واضحه توګه د اسرائيل د هغې تګلارې عكاسي كوي كومه چې پاكستان په نسل كشۍ اډانه ګڼي او كومه چې لا هغسې روانه ده۔ده ووئيل د پاكستان موقف دے چې واحد منصفانه او تل پاتې حل يو آزاد خود مختاره ٬د عمل جوګه او په جغرائي توګه د يو متصل فلسطيني رياست قيام دے كوم چې د 1967 نه د وړاندې سرحدونو په بنياد قائم وي او د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔ده ووئيل مونږ د لبنان او سوريه خلاف د اسرائيلي يرغل هم غندنه كوو دا هم سمدستي بندول پكار دي۔د ترهه ګرۍ په اړه وزيراعظم ووئيل ترهه ګري د نړيوال امن او سلامتيا لپاره هغسې تر ټولو لويې خطرو كښې يوه ده۔د ترهه ګرۍ خلاف د وړومبي صف هېواد په حېث مونږ په خپلو ښارونو ٬ غرونو  او پولو د ترهه ګرو مقابله كړی۔پاكستان نزدې د يو لك قيمتي ځانونو قرباني وركړی او د 150 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيانونه مو پورته كړي۔ده ووئيل نن نړۍ زياته خوندي ده او زه به ډېره  عاجزۍ سره دا اوائيم چې زمونږ ميړنو ځواكونو او نارينه ؤ وګړو د دې ترهه ګرو او شرخوښو مقابله كړی۔امن خوښې نړۍ له دا حقيقت كله هيرول نه دي پكار۔وزيراعظم ووئيل د افغانستان خاوره هغسې د تحريك طالبان پاكستان د فتنه الخوارج او د بي ايل اے٬ فتنه الهندوستان د استعمال لاندې ده۔په بهرني مالي معاونت چلېدونكې دغه ډلې د افغانستان دننه د خوندي پټن ځايونو نه د پاكستان غېر مستحكم كولو مقصد له كاروۍ كوي٬د دې صورتحال سمدستي او مكمل خاتمه پكار ده۔ده ووئيل افغان چارواكو له خپلې نړيوالې ذمه وارۍ ترسره كول غواړي او د تصديق وړ او پرې كنده اقدامات غواړي۔دغسې چې افغان خاوره بيا كله د پاكستان يا د كوم بل هېواد خلاف استعمال نه شي۔د افغان اولس د بنيادي حقونو په خاص توګه د ميرمنو او ماشومانو د حقونو په هر حال كښې احترام پكار دے۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو امن پوځ اجتماعي سلامتيا تر ټولو مضبوط مظاهرو كښې يو دے۔د څو لسيزو نه پاكستاني نارينه او ميرمنې د آسماني رنګ بيرغ لاندې خذمات ترسره كوي۔د وګړو تحفظ كوي او د هېوادونو د شخړو څخه د ويستلو د امن پلو بوتللو له مرسته كوي٬مونږ د دوي د قدر وړ په قربانو وياړ لرو۔شهباز شريف ووئيل اسلامو فوبيا كښې تشويش ناك زياتولې ډېر د پريشانۍ دے ځكه چې مسلمانان د نفرت لرونكو ويناګانو امتياز٬په جوماتونو بريدونو او د قرآن كريم د بې حرمتۍ غوندې پیښو سره مخ دي۔ده ووئيل زمونږ د پولې بېخي بل پلو د آر ايس ايس هندو توا نظريه مذهبي نفرت له هوا وركوي د كومې په نتيجه كښې چې تشدد٬فرق ورانه فسادات٬د عبادت په ځايونو بريدونه  او په مذهبي آزادو بندېزونه ليدلے كيږي۔د دې مياشتې په پېل كښې په سهارنپور هند كښې 150 كاله زوړ جومات نړول د دې يو مثال دے۔د مذهبي نفرت په دې نړۍ كښې بېخي كوم ځائے نه دې پكار۔وزيراعظم د قامي معيشت ذكر كولو كښې ووئيل د پاكستان معاشي بحالي زما د حكومت بنيادي ذمه واري او زما زړه ته نزدې يو مشن دے۔د سختې او ډيرې مودې نه پاتې اصلاحات او د سخت مالياتي نظم و ضبط د لارې معاشي استحكام بحال كړے شوے او د جامع او تل پاتې پرمختګ سفر مو پېل كړے دے۔٬مونږ زراعت او صنعت د عصري وخت سره سموو٬معدني وسائلو ته ترقي وركوو٬معيشت ډيجيټل كوو او خپلو ځوانانو ته د جديد مصنوعي زيركتيا او د آئي ټي مهارتونه ښائيو۔مونږ د چين سره چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او د خليج مينځنۍ آسيا او نورو منطقو سره نوې لارې پرانځو۔وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ د بصيرت لرونكې مشرتابه ته په ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټو٬ګلوبل سكيورټي انيشي ايټو٬ګلوبل سولائزېشن انيشي ايټو او په ګلوبل ګورننس انيشي ايټو مشرۍ پيرزوئنې وړاندې كړی٬د دې ستنو په بنياد په يقيني توګه د انسانيت لپاره يو شريك سباؤن جوړولې شوو۔ده ووئيل ترقي كونوكو هېوادونو ته په وخت٬پورونو كښې ريليف٬مناسب د اوږدې مودې مالي معاونت او نړيوالو مالياتي ادارو كښې د زيات توانا غږ ډېر ضرورت دے۔پرمختګ ته هم د سلامتيا هومره سمدستي پام لرنه پكار ده۔ده ووئيل دا ستم نه دے چې پاكستان په نړيوال اخراج كښې د يو فيصد نه لږه برخه لري خو د دې باوجود بيا بيا د موسمياتي بدلون تباهۍ لرونكې اثرات سره مخ كيږي؟پرمختګ كړو هېوادونو له پكار دي چې هغوي د خپلو موسمياتي مالي معاونت وعدو ته د كوم تاخير نه غېر عملي شكل وركړي٬د زيان او تباهۍ ازالې له مالي معاونت په بيړه وركړي او د موافقت او لچك پېدا كولو لپاره ضروري مرسته باوري كړي۔ده ووئيل د دې غونډې موضوع زمونږ څخه د باور بحالولو غوښتنه كوي خو باور يوازې په ټكو نشي بحالېدې۔باور په عمل او رويه ترلاسه كول وي۔باور به هغه وخت بحال شي چې نړۍ د شخړو فائلټ لائنز نه بلكې د مرستې لائف لائنز جوړه شي۔باور به هغه وخت بحال شي چې كله   چا  د موسمياتي بحران له هوا وركړې٬د هغوي تحفظ وكړي څوك چې د دې تباهۍ لرونكو نتيجو نه زيات متاثره كيږي او تر ټولو زيات باور به هله بحال شي چې ټوپكې غلې شي او د هغې په ځائے ستړې مشو او د خندا تبادله اوشي۔وزيراعظم ووئيل “يو اين 80 اقدام”ملګرو ملتونو له مضبوط٬كوټلې او موثر جوړول غواړي۔سلامتي كونسل زيات نمائنده جمهوري او جواب وركونكے پكار دے٬اصلاحات د څو لويو لويو مفاداتو نه بلكې د غړو هېوادونو په لويې اكثريت سره د مفاداتو او هيلو عكاس پكار دے۔زمونږ نصب العين هغسې دا دے چې اصلاحات د ټولو لپاره وزي د چا لپاره استحقاق نه وي ۔وزيراعظم خليل الرحمان له د عمومي اسمبلۍ  د 81مې غونډې په صدر ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان ده له د مرستې باور وركوي٬ده د انالينا بيئر بوك هم د 80مې غونډې په موثر قيادت مننه وكړه او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش ته د هغه په متحرك قيادت او د ملګرو ملتونو او د نړيوال جنوب په خاص توګه د وروستو او غريبو طبو لپاره په غږ پورته كولو د پاكستان د اړخه د زړه د كومې پيرزوئنې وړاندې كړی۔

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں