اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ٬ د جمعې په ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې ده د حق رسېدلي سياسي ٬ سماجي او پارلماني خدمات ته پېرزوئڼې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل هغه يو مخلص ٬ وقار لرونكے او د اولس دوسته لارښود ؤ …
سپيكر اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف په مرينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده ٬ د جمعې په ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې ده د حق رسېدلي سياسي ٬ سماجي او پارلماني خدمات ته پېرزوئڼې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل هغه يو مخلص ٬ وقار لرونكے او د اولس دوسته لارښود ؤ ۔ د حق رسېدلي سياسي او سماجي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ د هغه په حق رسېدل د هغه كورنۍ او د سيمې اولس لپاره نه راګرځېدونكے زيان دے ۔ سپيكر اياز صادق د غم جنې كورنۍ سره د زړه له كومي غم رازي ښكاره كولو سره ووئېل د غم په دې ګھړۍ كښې د غم جنې كورنۍ سره برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه له لوړې درجې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔









