پېنډي 25 ستمبر (اے پي پي)بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو د هند ملاتړ لرونكو د فتنه الخوارج او د فتنه الهندوستان په ضد د جامع كاروائي په مهال د 21 ستمبر نه تراوسه 33 ترهه ګر ووژل ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر )لخوا جاري شوي بيان له مخې د ستمبر په 24مه نيټه(آپريشن شعبان"په لړ كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو نور پټن ځايونه په نخښه …
بلوچستان كښې د امنيتي ځواكونو لوي كريك ډاؤن٬ د 21 ستمبر نه تراوسه د هند ملاتړ لرونكې 33 ترهه ګر ووژل شول۔آئي ايس پي آر
پېنډي 25 ستمبر (اے پي پي)بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو د هند ملاتړ لرونكو د فتنه الخوارج او د فتنه الهندوستان په ضد د جامع كاروائي په مهال د 21 ستمبر نه تراوسه 33 ترهه ګر ووژل ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر )لخوا جاري شوي بيان له مخې د ستمبر په 24مه نيټه(آپريشن شعبان”په لړ كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو نور پټن ځايونه په نخښه كرل ۔د سختو ډزو تبادلې په نتيجه كښې د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكې نور 5 خوارج ووژل شول كومو څخه چې دې مخصوص كاروائۍ كښې د وژلے شوو ترهه ګرو مجموعي شمېره 22 ته ورسېدل۔ د كاروائۍ په مهال د ترهه ګرو استوګنو څخه په لويې مقدار وسله٬چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي دي۔د آئي ايس پي آر وينا ده د ترهه ګرۍ خطر تر بشپړه خاتمې به كليئرنس آپريشن روان وي۔وياند له مخې د يوې بلې كاروائۍ په مهال د ستمبر په 25مه نيټه نوشكي ضلع كښې په انټيلي جنس بنياد آپريشن وكړے شو چرته چې ځواكونو د ترهه ګرو اډې په موثر ډول په نخښه كړي۔د سختو ډزو تبادلې نه پس 11 ترهه ګر ووژل شول ۔ آئي ايس پي آر د دې عزم پخلې كولو سره ووئېلد قامي ايكشن پلان فيډرل ايپكس كمېټۍ منظور شوې وژن”عزم استحكام”له مخې امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د ترهه ګرۍ په ضد بلا تفريق كمپائن د ټول قوت او رفتار څخه به روان وي دغسې چې د هېواد څخه په بهرني سرپرستي كښې د فعاله ترهه ګرو ناسور د بيخه ويستلے شي۔









