اسلام آباد۔25ستمبر (اے پي پي)د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كرې دي ۔د جمعې په ورځ میډیا سیل بلاول هاوس نه جاري بیان كښې بلاول بھټو زرداري ووئېل د 33 ترهه ګرو خاتمه د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او موثر تګلارې ښكاره ثبوت دے ۔ …
بلاول بھټو زرداري د ترهه ګرو خلاف پهه کامیابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې
اسلام آباد۔25ستمبر (اے پي پي)د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كرې دي ۔د جمعې په ورځ میډیا سیل بلاول هاوس نه جاري بیان كښې بلاول بھټو زرداري ووئېل د 33 ترهه ګرو خاتمه د امنيتي ځواكونو د پیشه ورہ مهارت او موثر تګلارې ښكاره ثبوت دے ۔ ده ووئېل د پاکستان خلاف د ترهه ګرۍ منصوبې جوړونكې عناصر به پخپلو ناوړه عزائمو كښې كله کامیاب نشي ۔ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې ټول قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل د بلوچستان امن و استحکام له مينځه وړلو هر سازش به ناکامه كولې شي۔ د بلوچستان اولس امن، ترقي او خوشحالي د ټول قام ذمه واري ده ۔









