د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د الجزائر خارجه وزير عطاف سره ملاقات

  نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د الجزائر خارجه وزير احمد عطاف سره ملاقات وكړو او دواړو خارجه وزيرانو په بېلا بيلو ګڼ اړخيزه فورمز په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې  د دواړو ډلو ترمينځه په ښه مرسته د اطمينان څرګندونه وشوه او خپله همغږي لا قوي كولو ته يې  اتفاق وكړو ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له …

 

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د الجزائر خارجه وزير احمد عطاف سره ملاقات وكړو او دواړو خارجه وزيرانو په بېلا بيلو ګڼ اړخيزه فورمز په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې  د دواړو ډلو ترمينځه په ښه مرسته د اطمينان څرګندونه وشوه او خپله همغږي لا قوي كولو ته يې  اتفاق وكړو ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو پراخه خبرې وكړي او د تجارت او سرمايه كار٬اقتصادي مرستې٬تعليم٬كلتور او اولسي روابط مرستې لا قوي كولو لپره يې د خپل عزم پخلے وكړو ۔ده پرله پسې د اعلٰی كچې روابطو په اهميت زور راوړو ۔دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د عصري چېلنجونو مخ نيوي كښې د خبرو اترو او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړو۔دواړو وزيرانو په بيلو ګڼ اړخيزه فورم په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې د دواړو ډلو ترمينځه د ښې مرستې په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه  او خپله همغږي لا قوي كولو ته يې هم اتفاق وكړو ۔دواړو ډلو نزدې رابطه په ځائے ساتلو او د دوه اړخيزه اړيكو رفتار په ځائے ساتلو ته هم اتفاق وكړو ۔

مزید خبریں