منسك 25 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان او بيلاروس ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په قوي بنياد قائمې دي كومې چې د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬صنعت٬ټېكنالوجۍ او اولسي روابط پشمول د شريكې ګټې بيلو څانګو كښې په عملي مرسته بدلول پكار دي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني كونسل آف دي ري پبلك بيلاروس چيئرپرسن نتاليه كوچانووا په بلنه د بيلاروس په دوره …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان او بيلاروس ترمينځه د مرستې په پراختيا زور په ٬پارليماني مفاهمتي يادښتونو لاس ليك

مزید خبریں
منسك 25 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د پاكستان او بيلاروس ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په قوي بنياد قائمې دي كومې چې د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬صنعت٬ټېكنالوجۍ او اولسي روابط پشمول د شريكې ګټې بيلو څانګو كښې په عملي مرسته بدلول پكار دي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني كونسل آف دي ري پبلك بيلاروس چيئرپرسن نتاليه كوچانووا په بلنه د بيلاروس په دوره دے ٬ په دې مهال د اعلٰی كچې او مهم ملاقاتونه او هلې ځلې تر شوي۔د دورې مقصد د پاكستان او بيلاروس زړه ملګرتيا عملي په پارليماني٬اقتصادي٬صنعتي او تكنيكي مرسته بدلول دي۔كونسل آف دي ري پبلك بيلاروس مشرتابه سره د خيالاتو څرګندونه كښې د سينيټ چيئرمېن په تود هركلي كولو مننه وكړه او دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره ي ېد پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د سينيټ چيئرمېن د كونسل آف دي ري پبلك چيئرپرسن نتاليه كوچانووا سره تفصيلي خبرې وكړي او د يو په يو ملاقات نه پس د دواړو هېوادونو پلاويو ترمينځه تفصيلي خبرې وشوې۔دواړو ډلو دوه اړخيزه او بين الپارليماني اړيكې٬ 2025-2027 لپاره د مرستې په روډ ميپ عملدرآمد٬پارليماني فرينډ شپ ګروپس٬سيمه ايز روابط٬بينكنګ مرسته او په بشري بنيادونو د تبادلو جاج واخست۔ د دورې مهمه نتيجه د بيلاروس كونسل آف دي ري پبلك او پاكستان سينيټ ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك كول ؤو ۔په مفاهمتي يادښت نتاليه كوچانووا او سيد يوسف رضا ګېلاني لاس ليك وكړو۔يادښت كښې باقاعده پارليماني تبادلې٬اداره جاتي روابط٬بين العلاقائي مرسته او بين الاقوامي پارليماني پليټ فارم مربوط روابط لپاره فريم ورك وركړے شوے۔د سينيټ چيئرمېن دا لوظ نامه د پاكستان او بيلاروس بين الپارليماني اړيكې نوې كچې پلو بوتللو له يو عملي ګام وګرځولو۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پلاوي سره د منسك ټريكتر پلانټ ايم ټي زيډ هم دوره وكړه چرته چې هغه د ادارې پيداواري صلاحيتونو او جديد زرعي مشينرۍ جاج واخست۔پاكستاني پلاوي ته وئېلي شوي دي چې د تېرو كلونو په مهال 70 زره څخه زيات بيلاروسي ټريكټرز پاكستان ته وركړې شوي۔د دورې په اختتام د يادګاري ډالو تبادله وكړې شوه او د سينيټ چيئرمېن د مېلمنو اعزازي كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔










