د اسټېټ بېنك ګورنر د خود انحصارۍ تر مخه  د ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته ٬ هر كال  د 16 اربه روپو انعامونو وركولو اعلان

  اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد د جمعې په ورځ د پاسبان ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته وكړه ۔  د ماركيټ په بنياد د انعامونو وركولو  دا سكيم د بېنكارۍ صنعت استازي پلېټ فارم  پاكستان بېنك اېسوسي ايشن تر سېوري لاندې پېل كړے شوے دے ۔ د سكيم تر مخه   خپل تر سيلات د بېنك د لارې  پاكستان ته رالېږونكو  ته …

 

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد د جمعې په ورځ د پاسبان ريمي ټينس ريوارډ اسكيم پرانسته وكړه ۔  د ماركيټ په بنياد د انعامونو وركولو  دا سكيم د بېنكارۍ صنعت استازي پلېټ فارم  پاكستان بېنك اېسوسي ايشن تر سېوري لاندې پېل كړے شوے دے ۔ د سكيم تر مخه   خپل تر سيلات د بېنك د لارې  پاكستان ته رالېږونكو  ته به د خدمات په اعتراف كښې  هر كال په محموعي توګه16 اربه روپۍ نغد انعامونه وركولې شي ۔ د سكيم ټول خرڅونه  به د بېنكارۍ صنعت پورته كوي او په قامي خزانه به د دې كوم فشار نه راځي۔د استېټ بېنك په مشرۍ كښې د تشكيل كړي سكيم مقصد بهر هېوادونو كښې مېشته وګرو ته  د دې خبره ترغيب وركول دي چې هغوي ترسيلات خپلو ګرانو ته  پاكستان ته د رالېږلو په وخت رسمي لاره استعمال كړي٬  دستوره ته خطاب كښې د اسټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ووئېل اسټېټ بېنك  او تېر حكومت  د څو مياشتو څخه  پي بي اے سره په ګده  د دې سكيم په جوړولو كار كولو ٬  دا سكيم د خود اخصارۍ تر مخه  د ماركيټ په بنياد  به كار كوي  دغسې چې سمندر پورې پاكستانيانو ته خپل  تر سيلات  په رسمي توګه  وطن ته  رالېږلو كښې آسانۍ وركړے شي  او د ترسيلات رالېږلو له د قانوني او رسمي  لارې خپلولو ترغيب وركړے شي  ۔

مزید خبریں