د مكه مشتركه دفاعي لوظ نامې هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات٬د لوظ نامې له مخې جنرل سېكرټرېټ٬كميټو او وركنګ ګروپس جوړولو د پېشرفت جاج واخستلے شو

  نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان او د جمهوريه تركيې خارجه وزير حاقان فيدان تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په موقع مكه مشتركه دفاعي لوظ نامې(ايم جے ډي اے)فريم ورك له مخې ملاقات وكړو ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيرانو …

 

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان او د جمهوريه تركيې خارجه وزير حاقان فيدان تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په موقع مكه مشتركه دفاعي لوظ نامې(ايم جے ډي اے)فريم ورك له مخې ملاقات وكړو ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيرانو د لوظ نامې له مخې جنرل سېكرټرېټ٬كميټو او د وركنګ ګروپ جوړولو د پېشرفت او د دې كار د پېل كولو  جاج واخست۔وزيرانو مقدس ښار مكه او سعودي عرب كښې د وګړو او اقتصادي تنصيبات په نخښه كولو لپاره د ناوړه بريدونو په سختو ټكو غندنه وكړه۔دوي د سعودي وسله والو ځواكونو مستعدي او  د هېواد د امنيت تحفظ صلاحيت وستائېلو۔دوي د ملګرو ملتونو چارټر آرټيكل 51 له مخې د هېواد سلامتيا دفاع لپاره په مناسب اقدامات كولو د حق پخلے وكړو۔وزيرانو  د درېو واړو هېوادونو چيف آف سټاف سمندستي غونډې رابللو په منصوبه هم خبرې وكړی دغسې چې مكه مشتركه دفاعي لوظ نامې له مخې د هېواد  د معاونت طريقو جاج واخستلے شي كوم كښې چې وئېلې شوي دي چې په كوم يو فريق بريد  به په ټولو بريد ګڼلے شي۔دغسې وزيرانو د منطقې په موجوده صورتحال هم خبرې وكړی او  د نړيوال قانون اصولو٬ښه ګاونډيتوب٬ د رياستونو  د خپلواكۍ احترام٬ په داخلي چارو كښې د لاس وهنې نه كولو   او  د جهاز رانۍ سلامتيا او آزادي باوري كولو په اهميت يې زور راوړو۔دوي په منطقه كښې د تل پاتې امن و استحكام ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولو٬تاؤ تريخوالي كښې د كمي هڅو ملاتړ او د بحرانونو امناكه حل ډاډګيرنې  له  د خپل عزم پخلے وكړو۔

 

مزید خبریں