اسلام آباد۔25ستمبر (اے پي پي )د خزانې او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي د موسمیاتي بدلونونو اثرات مقابلې له كړې وعدې د اولس او کمیونټیز لپاره په كوټلو او عملي نتائجو بدلېدل پكار دي ۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په موقع نیویارک كښې د کلائمیټ امپلي منټیشن برج په اړه د اعلی كچې دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔ د …
د موسمیاتي بدلونونو اثرات مقابلې له كړې وعدې په كوټلي او عملی نتيجو بدلېدل پكار دي ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب په نیویارک كښې د اعلی كچې دستورې ته خطاب
اسلام آباد۔25ستمبر (اے پي پي )د خزانې او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي د موسمیاتي بدلونونو اثرات مقابلې له كړې وعدې د اولس او کمیونټیز لپاره په كوټلو او عملي نتائجو بدلېدل پكار دي ۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په موقع نیویارک كښې د کلائمیټ امپلي منټیشن برج په اړه د اعلی كچې دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔ د خزانې وزير د موسمیاتي بدلونو اثرات مقابلې له په كړو وعدو موثر عملدرآمد لپاره درې بنیادي تقاضې په ګوته كړې چې پكښې مضبوط پالیسي فریم ورک، تر مالي وسائل رسنه او په ملکي كچه منصوبو ته د عملي شکل وركولو صلاحیت شامل دے ۔ ده د موسمیاتي پالیسۍ په اړه د پاکستان پیشرفت او ملکي وسائلو ، نړيوالو مالیاتي ادارو ، کیپټل مارکیټس او د موسمیاتي فنډز د لارې د مالي وسائلو متحرک کولو په هڅو هم ړنا واچوله ۔ وفاقي وزیرِ برج كښې د پاکستان ګډون نېك شګون ګرځولو سره شراکت دارو باندې زور راوړو چې هغوي په داسې عملي پرېكړو اتفاقِ پیدا کړي كوم چې دا اقدام د مکالمې نه وړاندې د عملي ګامونو پلو بوځي۔











