د وزيراعظم شهباز شريف پرنس رحيم آغا خان سره ملاقات ٬ همكاري دوامداره ساتلو له د عزم پخلې

نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان سره پخوانۍ دوستانه او مثبتې اړيكې مستحكم ساتلو له د پرنس رحيم آغا خان رول ستايلو سره د امن ٬ استحكام او پرمختګ ګډ مقصدونو ترلاسه كولو له د نزدې همكارۍ روانې ساتلو عزم پخلې كړې دې٬ د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په خاص توګه د اسماعيلي ورورولۍ پخواني خذمات د ستائنې وړ دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس …

نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان سره پخوانۍ دوستانه او مثبتې اړيكې مستحكم ساتلو له د پرنس رحيم آغا خان رول ستايلو سره د امن ٬ استحكام او پرمختګ ګډ مقصدونو ترلاسه كولو له د نزدې همكارۍ روانې ساتلو عزم پخلې كړې دې٬ د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په خاص توګه د اسماعيلي ورورولۍ پخواني خذمات د ستائنې وړ دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په څنډه كښی پرنس رحيم آغا خان پنځم سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم پرنس رحيم آغا خان پنځم ته تود هركلې ووې او د روان كال په پېل كښې يۍ هغه سره د پاكستان دورې په مهال د خپل ملاقات ذكر وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف پاكستان سره پخوانۍ دوستانه او مثبتې اړيكې مستحكم ساتلو له د پرنس رحيم آغا خان رول ستايلو سره د امن ٬ استحكام او پرمختګ ګډ مقصدونو ترلاسه كولو له د نزدې همكارۍ روانې ساتلو عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم اے-کے۔ډی-اېن سره د پېوست ادارو مالياتي شموليت ٬ سېلګرۍ ته وده او د كلتوري ورثې تحفظ او ځائي آبادۍ شموليت د لارې معاشي خپلواكۍ ته وده وركولو له د هغه د قدر وړ خذمات هم وستائل۔پرنس رحیم آغا خان د جذباتو په څرګندونه د وزيراعظم مننه وكړه۔ هغه په يو داسې صورتحال كښې كله چې ټوله منطقه جنګ خپله ولقه كښې اخستې ٬ سيمه ييز امن او استحكام لپاره د وزيراعظم هڅو ته درناوې وړاندې كړو۔ پرنس رحیم آغا خان  د پاکستان او اے-کے۔ډی-اېن ترمينځه د پخوانۍ همكارۍ لا مستحكمولو عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل د پاكستاني اولس خېر ښېګړې له د بشري پرمختګ په بېلو برخو په خاص توګه صحت ٬ تعليم ٬ موسمياتي بدلونونو په اثراتو د قابو موندلو صلاحجيت او تلپاتي سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د همكارۍ روانې ساتلو او دې ته پراختيا وركولو كښې خوښي هم شكاره كره۔ وزیراعظم پرنس رحیم آغا خان   ته باقاعدګۍ سره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې څو لسيزو څخه راروانه د ملګرتيا او همكارۍ خپلولو لا مضبوطه او ژوره كړې شي۔

مزید خبریں