وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري سره وکتل٬ د يو اېن د كردار اهميت په ډاګه كولو سره د دې د منشور له اهدافو او اصولو سره د پاکستان د تړون پخلې وكړې شو

نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ګڼ اړخيزه نظام لپاره د پاكستان كلك عزم او نړيوال امن او پرمختګ ته وده وركولو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار په ډاګه كولو سره ددې د منشور هدفونو او اصولو سره د پاكستان د پياوړي پېوستون پخلې او سيمه ييز تاؤ تريخوالې ختمولو له د مكالمې او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړے دې۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا …

نیویارک۔25ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ګڼ اړخيزه نظام لپاره د پاكستان كلك عزم او نړيوال امن او پرمختګ ته وده وركولو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار په ډاګه كولو سره ددې د منشور هدفونو او اصولو سره د پاكستان د پياوړي پېوستون پخلې او سيمه ييز تاؤ تريخوالې ختمولو له د مكالمې او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړے دې۔ د جمعې په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په څنډه كښې یواېن سېکرټری جنرل انتونیو ګوترېش  سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې ګڼ اړخيزه نظام لپاره د پاكستان كلك عزم او نړيوال امن او پرمختګ ته وده وركولو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار په ډاګه  كولو سره ددې  د منشور هدفونو او اصولو سره د پاكستان د پياوړي پېوستون پخلې وكړې شو۔ وزيراعظم د عمومي سېكرټري مشرتابه ستائلو سره د انسانيت بهترۍ لپاره د ملګرو ملتونو په ټولو څانګو كښې د يو اېن منشور د احترام حوالې سره د ده اصولي كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دواړو لارښودو د منځني ختيځ صورتحال په شمول په مهمو سيمه ييز او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم سيمه ييز تاؤ تريخوالې ختمولو له د مكالمې او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړلو سره په منطقه كښې امن او ثبات ته وده وركولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده د فلسطيني ولس د خپلواكۍ او د آزاد رياست جوړولو حق له هم د پاكستان ملاتړ تكرار كړو۔ وزیراعظم عمومي سېكرټري د اسلامو فوبيا مخ په زياتېدونكي رجحان څخه خبرولو سره په خاص توكه د پاكستان په نزدې ګاونډي سيمه كښې ددې زيات شوو پیښو ته اشاره وكړه او  ددې رجحان مخنيوي له يۍ د مؤثر نړيوالو اقداماتو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو د افغانستان په وضعه او د افغان خاورې څخه روانه ترهګرۍ كښې په رامخې ته شوي زياتوالي هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ عمومي سېكرټري په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د قائدانه كردار ٬ مؤثر غږ او نړيوال امن او سلامتيا لپاره د خذماتو او په خاص توګه د شخړې سولييز حل او منطقه كښی تلپاتي امن او استحكام لپاره د پاكستان د مهمو سفارتي او ثالثۍ هڅو ستائنه وكړه۔ ده د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د پاكستان د كردار او په دې لړ كښې وركړې كېدونكې قربانۍ هم وستائلې۔ (اے پي پي وا ١٤٢١)

مزید خبریں