اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د پاكستان سول او عسكري قيادت د هېواد معيشت او سفارتي اړيكو قوي كولو لپاره شريكې هڅې كوي۔پاكستان د لبنان سيمه ايز سلامتيا او آزادۍ بشپړه ملاتړ كوي ٬ افغانستان څخه راتلونكې ترهه ګر پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائي كوي او پاكستان د دغه ترهه ګرۍ بشپړه ځواب وركوي۔د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل …
د هېواد معيشت او سفارتي اړيكو ودې لپاره سول٬عسكري قيادت شريكې هڅې كوي٬پاكستان د لبنان سيمه ايزي سلامتيا او آزادۍ ملاتړ كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د پاكستان سول او عسكري قيادت د هېواد معيشت او سفارتي اړيكو قوي كولو لپاره شريكې هڅې كوي۔پاكستان د لبنان سيمه ايز سلامتيا او آزادۍ بشپړه ملاتړ كوي ٬ افغانستان څخه راتلونكې ترهه ګر پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائي كوي او پاكستان د دغه ترهه ګرۍ بشپړه ځواب وركوي۔د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د لبنان وزيراعظم نواف سلام سره ميډيا سره خبرې كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې لوے څښتن د پاكستان قيادت شريك مشاورت او د هېواد معيشت قوي كولو هڅو كښې بركت اچوي۔ده ووئيل چې د پاكستان قيادت اسلام آباد مفاهمتي يادښت له مخې په منطقه كښې امن قيام لپاره خپلې هڅې لا تندوي۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ په منطقه كښې امن ودې لپاره به په ګډه كار كوو۔ده ووئلي پاكستان او لبنان دواړه وروڼه هېوادونه دي او پاكستان د لبنان سيمه ايز سالميت او آزادۍ بشپړه ملاتړ كوي۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د لبنان په ضد شوې ټولو زياتو پرله پسې غندنه كړی او بې ګناه وګړو وژلو په هېڅ صورت كښې د قبلولو وړ نه دې۔آبنائے هرمز او بحيره احمر كښې باب المندب صورتحال په اړه وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې ورور او دوست هېوادونو صورتحال كښې تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره هڅې كوو۔د ايران صدر سره د ملاقات حواله وركولو په پوښتنه وزيراعظم ووئلي چې سيمه ايز تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاكستان هڅو څخه د ايران صدر خبر كړې۔ده ووئلي چې تفصيلي ملاقات په په مهال د ايران صدر ته ووئيل چې په منطقه كښې امن قيام د وخت مهم ضرورت دې۔وزيراعظم ووئيل چې ايران زمونږ ورور او ګاونډي هېواد دے او د تېر وخت پشان د پاكستان سول او عسكري قيادت امن لپاره به شريكې هڅې روانې ساتي۔ده ووئيل چې دايران صدر د پاكستان هڅې وستائېلې او وې وئېل چې اسلام آباد مفاهمتي يادښت ايران ته په بشپړه توګه قابل قبول دې او ايران په دې نور پېشرفت لپاره چمتو دے۔وزيراعظم ووئلي چې لوے څښتن د پاكستان امن لپاره شويو هڅو كښې بركت اچوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې د افغانستان څخه راتلونكې ترهه ګر په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائي كوي او بې ګناه وګړي٬پوځي او پوليس افسران او اهلكار شهيد كوي۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ پیښې د غندنې وړ دي او پاكستان د دې ترهه ګرۍ بشپړه ځواب وركوي۔وزيراعظم ووئيل چې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمې به په آرام نه كېښنو۔په دې موقع د لبنان وزيراعظم نواف سلام په منطقه كښې صورتحال معمول ته راوستلو او د شخړو سفارتي حل لپاره د پاكستان لخوا شوې هڅې وستائېلې۔ده د لبنان حوالې څخه د پاكستان هڅې ستائېلو سره ووئلي چې لبنان خپل ځن په منطقه كښې د روان تر پراخا شخړې څخه جلا كولې نه شي۔د لبنان وزيراعظم ووئيل هيله لرو چې د پاكستان هڅې به په منطقه كښې تاؤ تريخوالي كښې كمې راوستلو كښې كاميابي شي او هيله ده چې سفارتي حل به ولټولې شي










