نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بنګله دېش وزيراعظم د تجارت٬سر ماريه كارۍ٬تعليم٬سيلګرۍ او په اولسي كچه د رابطو پشمول بيلو څانګو كښې شريكې مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخواجاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع د بنګله دېش وزيراعظم …
وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بنګله دېش وزيراعظم بيلو څانګو كښې شريكي مرستې لا زياتولو د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بنګله دېش وزيراعظم د تجارت٬سر ماريه كارۍ٬تعليم٬سيلګرۍ او په اولسي كچه د رابطو پشمول بيلو څانګو كښې شريكې مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخواجاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع د بنګله دېش وزيراعظم طارق رحمان سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔دواړو لارښودو د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو جاج اخست او اړيكو كښې په مثبت پېشرفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهبازشريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې په مشرۍ سنبهالولو د بنګله ديش وزيراعظم له مباركي وركړه او د ملګرو ملتونو مقصدونو ودې لپاره ئې د بنګله ديش هڅو ملاتړ وكړو۔وزيراعظم د بنګله ديش سره شريكو ګټو اډانه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو د عزم پخلے وكړو۔بنګله ديش وزيراعظم طارق رحمان هم د جذبې خيرسګالۍ څرګندونه وكړه او دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د پاكستان سره اړيكو ته لا ودې وركولو خواهش څرګندونه وكړه۔دواړو وزيراعظمانو د تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم٬سېلګرۍ او په اولسي كچه روابط پشمول بيلو څانګوك ښې مرسته لا قوي كولو عزم پخلې وكړو۔دواړو لارښودو د سيمه ايز او نړيوالو چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او ګڼ اړخيزه فورمز٬په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې پرله پسې رابطه او مرستې په اهميت زور راوړو










